د امريکا او طالبانو يارانه اوسنۍ که پخوانۍ ده؟
خبريال ويبپاڼه /تاريخ هيڅ نه پټوي پنڅوس يا سل کاله وروسته به په افغاتستان کې د رواني ډرامي رښتونی انځور راتلونکی نسل په روښانه سترګو ګوري د طالبانو په څير په هغو ټولو غلامانو لعنت وايې چې د اسلام په نامه ، په بل او بل نامه يې له دې خاوري او ملت سره جفا او خيانت کړی دی.
اوس هر څوک د خپلي پاکي سندري وايې خو په ځينو بيا مخامخ خپل درواغ سيبن هم شي لا يې نه منلي.
د طالبانو او امريکا يارانه ډيره پخوا او زړه ده طالبانو مخکي لا امريکا ته د مرستي ټټر ټبولی وو. مخکي يې لا د هغوی پلانونه عملي کړل.
ځکه د امريکا ولسمشر ټرمپ په نړيوال سټيج چيغي وهي د طالبانو په ملګرتيا اعتراف کوي ، طالبان د ځان کلک هوښار او سخت ملګري ګڼي.
طالبان به خود د امريکا رښتوني او کلک ملګري وي ځکه همدا طالبان وو چې د امريکا له پلان سره يې سم کار وکړ ، د هغوی راتګ ته يې لار هواره کړ، د هغوی په خپلو الوتکو يې د هغوی په غوښتنه پینټاګون او ځيني ځايونه بمبارد کړل. سم د يوه منظم پلان له مخي اسمامه دلته راغی او دلته يې د امريکا په غوښتنه د القاعده شبکه جوړه کړه افغانستان يې د جنګ په ډګر بدل کړ.
دا دی شل کاله کيږي له هم ددې طالبانو او ځيني اوسني چارواکو له لاسه افغانان په وينو کې لمبيږي. هره ورځ په سلګونه شهيد او ټپيان کيږي.
د طالب او پنجاب لاس پوڅی به بيا هم ناست وي د طالبانو دې بې شرمۍ ته به پرتوګ ګنډي بيا به هم وايې چې طالبان د خدای لښکر دي. بيا هم وايې چې طالبان د دين او خاروي مدافع دي. نور خو يې خدای که دا ملت درسره ومني، نور دا خلک درباندي پو دي چې د پاکستان لوی پلار ټرمپ په برعلا چيغي وهي چې طالبان زموږ د ګټو لپاره جنګيږي.
ولس پوهيږي چې طالب د پنجاب مليشه د امريکا لاپوڅی او د افغانانو دوښمن دی هره ورځ په سلګونو بې ګناه افغانان شهيدانوي هره ورځ ددې وطن پل ،لاره مکتب او پوهنتون ورانوي. ډير ځله له دوی سره امريکاتونه نيول شوي، ډير ځله په لکونه ډالر ورسره نيول شوي.
په افغان ملت دا يوه بلا نه ده چې پرې نازله ده بلکي بله خوا يې د اشرف غني په مشري خدای داسي يو غيرت حکومت ورکړی چې دافغانستان تاريخ يې وشرمول د افغانستان په ارزښتونو او نظام يې ملنډي ووهلي افغانستان يې له فلج سره مخ کړی دی.
ارګ چې د ټولو قومونو ګډ کور به وو اوس يوازي د څو چورواکو شخي دفتر تري جوړ شوی دی يوازي د خپلو خپلو ساتني او پالني په غم کې دي.
په نښو شرابونو کبابونو دومره مست دي چې مياشتو میاشتو په دې نه خبريږي چې د ارګ د ديوال له څنګ سره په کابل ښار کې څه روان دي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.