The news is by your side.

کندهار کې ۴۰سلنه ماشومان په درنو کارونو بوخت دي

خبريال ويبپاڼه /کندهار کې ۴۰سلنه ماشومان په درنو کارونو بوخت دي د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مسوولین وايي، دغه شمېره د جګړې په زیاتېدو سره د تېرو کلونو په پرتله بيخي زیاته شوې ده.
د مسوولينو په خبره، داخلي بېځایه کېدنه، اقتصادي ناتواني او د کورنيو نالوستي مشران د دې سبب شوي، چې ماشومان د ښوونځیو پر ځای په درنو کارونو بوخت شي.

کندهار کې ماشومان د اقتصادي ناتوانۍ له امله اړ شوي، چې د کورنۍ په خوښه د ډوډۍ ګټلو په خاطر ۱۵ ساعته کار وکړي.
محمود وايي، ښوونځي ته تګ یې داسې یوه هېله ده، چې د خپلې کورنۍ ناتوانه حالت ته په کتو سره یې د پوره کېدو هيڅ تمه نه لري.

د دې ښار پر واټونو د محمود په څېر سلګونه داسې ماشومان هم شته، چې جګړې یې د سر سړي اخیستي او د وی اړ شوي، چې د کار د نه پیدا کېدو له امله یې سوال کولو ته مخه کړې.

د یاد خوړنځای مسوول وايي، هره ورځ ورته لسګونه داسې کسان ورځي، چې د خپلو ماشومانو لپاره د کار غوښتنه ترې کوي.
سویلي حوزه کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مسوولین وايي، د جګړې په زیاتېدو سره د هغو ماشومانو شمېر لوړ شوی، چې په درنو کارونو بوخت دي.

د دغو مسوولینو په خبره، دا مهال په کندهار کې ۴۰سلنه ماشومان ښوونځيو ته د تګ پر ځای په درنو کارونو بوخت دي او له دې لارې خپلو کورنیو ته ډوډۍ پیدا کوي.
تر دې وړاندې دغه ولایت کې د کار او ټولنیزو چارو ریاست مسوولینو ویلي وو، چې د هغو لسو زرو ماشومانو د ژوند ښه کېدو لپاره یې طرحې له مرکزي ادارې سره شریکې کړي، چې دا مهال کورنیو ته د ډوډۍ پیدا کولو له امله له ښوونځيو څخه پاتې دي.

بايد وويل شي يوازي ګندهار نه دی چېـماشومان پکې په ذرنو کارنو بوخت بلکي د افغانستان په ډيريو ولايتونو کې ماشومان او تنکي ځوانان په سختو کار بوخت دي.
څه موده مخکي له هرات ولايت څخه هم ورته راپورنه ورکړل شوی وو. چې په هرات کې زيات شمير ماشومان په شاقه کارونه بوخت دي.

په راپور کې ويل شوي چې په هرات کې ځيني ماشومان په نشه يې توکو هم روږدي شوي دي دا ځکه چې هلته ډيری کاريګر له ايران څخه راځي په هيرينو او نشه يې توکو روږدي دي.

يوازي شاقه کارونو نه دي چې د افغاني ماشومانو ژوند يې تريخ کړی بلکي روانې جګړي هم افغاني ماشومانو له سختو ستونزو سره مخ کړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance