The news is by your side.

د هیواد ګڼې سیمې له سقوط سره مخ؛ غني‌ بامیانو ته په چکر تللی

خبریال ويبپاڼه / ونن د افغانستان ولسمشر اشرف غني په داسي حال کې د باميانو ولايت په چکر ځي چې د هيواد ګڼي سيمې ولسوالۍ، پوستي ، د ملي پوځ بيسونه د سقوط له خطر سره مخ دي.

ښاغلی اشرف په داسي حال کې باميان ته په خپل سفر ميليونو افغانۍ لګوي چې په هلمند، غزني، پکتيکا ، او ګڼو نورو ولايتونو کې د ملي پوځ سرتيري د څښاک اوبه نه لري د خوراک له نه شتون څخه د جنګ په شديد حالت کې يې روژي نيولي دي. هره ورځ په لوږه ، تنده زر اړ سل بدبختيو ددې نظام او وطن لپاره قرباني ورکوي، سرونه ، مال او ځان تري قربانوي تر څو د افغان ملت عزت او غرور وساتي.

افسوس هی افسوس ارګ او په ارګ واکمنه کړۍ په خپلو مزو چړچو لګيا ده. په شرابونو او کبابونو کې دومره غرق دي چې ان د ارګ تر ديوال پوري يې جنګ رسيدلی خو دوی لا هم د مرګ په خوب پراته دي.

د خپلو اتلو سرتيرو سرته ناست دي دې ته ناست دي چې څنکه اعلاميه وکړي څنګه دوښمن وغندي.

اشرف غني ددې پر ځای چې باميانو ته په چکر ولاړ ، هزاره ګان خوشاله کړي هغوي ته عاجزي او زارۍ وکړي ،په کار خو ا وه چې غزني‌ته تللی وای، پکتیکا ته تللی وای، پکتیا ته تللی وای ، اروزګان ته تللی وای، بادغیس ته تللی وای، نورو جنګ ځپلو سیمو ته تللی وای.
هلته يې هغو سرتيرو ته داد ورکړی وی حوصله يې ورکړي وای، هغوی ته يې ويلای وای چې تاسو.د افغانستان اصلي قهرمانان ياست دا ستاسو د وينو برکت دی چې د دوښمن مخ تور دی. د پنجاب او دهغوی د مليشو په مخ کې يوازينی سپر او ډال تاسي ياست چې خپل سرونه او سيني مو د هغوی مرميو ته سپر کړي دي.

اشرف غني او ورسره کړۍ ددې پر ځای چې د وطن او خاوري د ساتلوونکو او اتلانو پوښتنه وکړي ، حال يې واخلي په لوږه او تنده يې خبر شي په دې خبر شي چې په مياشتو مياشتو له کوره مسافر او په جنګ کې محاصره دي. بلکي د سرتيرو په سر معامله کوي ، د هغوي ويني خرڅوي د هغوی له خوراک اعاشي او خوراک څخه غلا کوي.
ارګ ددې پر ځای چې د ټولو قومونه ګډ کور شي بلکي د يو کسانو په شخصي دفتر بدل شوی هره فيصله په خپله خوښه کوي هر څه چې يې زړه وي کوي.

 

 

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.