په نس وږي امنیتي ساتونکي‌ څنګه د طالب مقابله وکړي؟‌

خبريال ويبپاڼه /دا دهلمندولایت امنیه قوماندانۍ په داخل کې د قوماندانۍ د طعام خاني د سرباز د غرمي د ډوډی استقاق دی. چې ديوازي نيمه ډوډي ، ليږ ورځي او ليږي څه دال او دال نخود دي.
دا د امننه قومانړانۍ داسي حال دی نو د هلمند چی په ولسوالی او لري پرتو پوستو کې د سرتيرو اړ سربازانو د ډوډی څه حال وي.
حال دا چی وزارت د قرار دادي سره د ټول د سرتيرو تر ټولو غوره خوراکي مينو لاسليک کړي ده چې پکې غوښه، حبوبات او ميوې شاملي دي.
هيره دې نه وي چې د ډوډۍ دغه عکس د هلمند له امنيې قوماندانۍ څخه يو سرتيري خبريال ويبپاڼې ته راليږلی دی.

د نهرسراج ولسوالۍ د اولي ټولۍ ضابت خبريال ويبپاڼې ته وويل : (( زموږ ټولۍ ته د میاشتی پر ۱۲ کسه پرسونل باندي یوه بوجۍ ورجي او څه اندازه دال نخود داسي کچالو راکول کیږي چی موږ یې غورځوو غوړي خو بیخي نه راکول غوښي په هفته کې یوه شپه هغه هم دګامیښي وي.
دغه ظابت زياتوي چې چی موږ خپلکله اواز پورته کړی همدا یوه خبره راته کوي چی ولي تاسو یې نشئ پیدا کولی.
د ملي پوليسو د سرتيرو په وينا لوړ پږړي چارواکي يې په لوی لاس غلا ته مجبوروي.

تيره ورځ خبريال ويبپاڼه موندلي وو چې هره مياشت يوازي د پوليسو له غوښي ۲۰ ميليونه او ۷ لکه روپۍ غلا کيږي.

هلمند کې يوې باوري سرچيني خبريال ويبپاڼې ته ويلي چې د هلمند د ملي يوليسو له اعاشي او خوراکي توکو څخه څه باندي شل ميلينونه افغانۍ هره مياشت غلا کيږي.

دغې سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط خبريال ويبپاڼې ته معلومات راليږلي سرچينه زياتوي چې د ملي پوليسو له خوارکي توکو څخه د غلا په قضييه کې لومړی د ملي د پوليسو د خوراکي توکو قرار دادي حاجي رفيع الله ښکيل دی.

د سرچينې په خبره د هلمند والي جنرال محمد ياسين او ددې ولايت امنيه قوماندان جنرال خليل الرحمن او نظامي څارنوال عبدوالواحد واحدي هم شکيل او لاس لري.

د سرچينې په وينا حکومتي چارواکو له قراردادی حاجي رفيع الله سره د پسه د غوښو قرارداد کړی چی اوس دا غوښه ۳۵۰ افغانۍ قيمت لري
خو دغه قراردادي د چرګ غوښه ورکوي هغه هم ژوندي چرګ، چی کیلو یې په ۱۲۰ افغانی دی.
دې ته په کتو ويلای شو چې په هره کیلو غوشه کې ۲۳۰ افغانۍ توپير راځی.
خو په عمومي ډول د ټولې ورځي په ترڅ کې د هلمند د ټولو ملي پوليسو ۳۰۰۰ کيلو غوښه کيږي. چې له دغه رقم څخه هره ورځ قراردي ۶۹۰۰۰۰ زره افغانۍ فساد او غلا کوي چې په هره مياشت کې دغه ۲۰ ميليونه او ۷ لکه افغانۍ کيږي چې په غيري قانوني ډول د قراردادي حاجي رفيع الله او دده د شريکانو لاس ته ځي.
هيره دې نه وي چې هر کال دغه رقم (۲۴۸۴۰۰۰۰۰ ) ۲ سوه ميليونه ۴۸ لکه او ۴۰ زره افغانۍ کيږي چې د فساد کوونکو لاس ته ورځي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More