The news is by your side.

که جګړه نه وي خپل غنم مو بسیږي

خبریال وېب پاڼه/ سږ کال په ټول هېواد کې غنمو ٥,١ میلیون ټنه حاصلات ورکړي دي.

د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت او د ملي احصایي او معلوماتو ادارې سروې کړې چې په پایله کې په لاس راغلي معلومات ښیي چې روان کال د هېواد غنمو ٥,١ میلیون ټنه حاصلات ورکړي دي.

دغه سروې چې د هېواد په ٣٠ ولایتونو، ١٧٧ ولسوالیو او ٨٨٥ کلیو کې ترسره شوې د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي د دې له منځه ٤,٠٣ میلیون مټرېک ټنه د غنمو حاصلاد د اوبیزو له کروندو او ١,١٥ میلیون مټرېک ټنه حاصلات له للمي کروندو بولي.

رستمي زیاتوي، چې تېر کال د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت او د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د سروې پر اساس په ټول هېواد کې ٤,٩ میلیون ټنه د غنمو حاصلات ټول شوي وو، او سږ کال بیا د تېر کال د حاصلاتو په پرتله ٢٠٠ زره مټرېک ټنه زیاتوالی لري.

روان کال تخار، کندهار، هلمند، هرات، کندز او غزني په ټور هېواد کې زیات غنم تولید کړي او ورپسې کاپیسا، پنجشېر، غور، نیمروز، پکتیا او نورستان کم غنم تولید کړي دي.

د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت او د احصایي او معلوماتو ملي ادارې له لوري دا سروې د ریموټ سنسنګ ټکنولوژۍ نه په ګټې اخیستنې او د جغرافیایي سیټسم او فضایي انځورونو په واسطه ترسرا شوې ده.

سږ کال د غنمو د حاصلاتو د زیاتوالي کچه د تېر کال په پرتله د کروندو زیاتوالی بلل کیږي، سږ کال په ټول هېواد کې په ١,٦١ هکټاره ځمکو کې اوبیز غنم کرل شوي وو او د للمي غنمو کروندې ١,٠٥ هکټاره ځمکو ته زیاتې شوي دي.

د وروستۍ سروې پر بنسټ په افغانستان کې ٧,٣ میلیون هکټاره ځمکې کرنیزې دي.

د افغانستان څه باندې ٧٠ سلنه وګړي په کرنه او مالدارۍ بوخت دي او له دې لارې د ژوند ورځنۍ اړتیاوې پوره کوي او ډېر عاید لاسته راوړي.

د افغانستان څه باندې ٣٢ میلیون وګړي هر کال ٦,٤٩ میلیون مټرېک ټده غنمو ته اړتیا لري.

افغانستان کې د څو لسیزو جګړو د کرنې او کرنیزو توکو ټول وسایل تخریب کړي دي او د کرنې برخه د زرګونو کالو پخوا په پرتله ډېره پر خپل ځان ولاړه نه ده، افغانستان په وروستیو کالونو کې د غنمو ښه حاصلات ورکوي، خو لا هم اړ دی چې د ګاونډیو هېوادونو نه نه غنم او اوړه را وارد کړي، سږ کال د غنمو حاصلاتو په زیاتېدو سره به افغانستان تر ډېره د سیمې هېوادونو له احتیاجه خلاص شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.