The news is by your side.

ناټو: طالبان کولی شي پرته د کوم بهرني هېواد له ملاتړه جګړه وکړي

ناټو په یوه تازه محرم راپور کې ویلي طالبان له مالي پلوه پر ځان بسیا شوي دي او د طالبانو دا بسیاینه به د نړۍ لپاره د خطر زنګ وي.

ناټو په راپور کې وړاندې زیاته کړې چې طالبان خپلو موخو ته ورسېدل، له مالي پلوه هم پر خپل ځان متکي شول او اوس غواړي د افغانانو خپل منځي خبرو له لارې د افغانستان په راتلونکي حکومت کې خپله ونډه ثابته کړي.

ناټو پر دې اساس طالبان نړۍ ته د خطرناک زنګ په توګه بولي چې دې دوی پر وینا طالبان به له دې وروسته هم وکولی شي چې پرته له کومي بهرني حامي هېواده هم خپلې ترهګریزې موخې تر لاسه کړي او ترهګریز بریدونه وکړي.

خو طالبان څنګه له مالي پلوه پر خپل ځان متکي شول؟

ناټو یې لامل د نشه یي توکو د قاچاق له لارې په ترلاسه کېدونکو پیسو کې د طالبانو ونډه او له افغانستان نه د کانونو غیر قانوني او سوداګرۍ بولي چې طالبانو یې پر مټ خپله جنګي دستګاه د کوم بهرني حامي یا مالي ملاتړي هېواده پر مخ وړي.

د افغانستان له جګړې ټوله ګټه طالبانو او مشرانو او د افغانستان په جنګ کې د طالبانو ملاتړي ښکېلو هېوادونو ته روانه ده.

یو شمېر هغه طالبان، کړۍ او هېوادونه چې د افغانستان په راتلونکي سوله کې یې د اوسنۍ جګړې له لارې ګټه اخیستل بندیږي د افغان سولې د سبوتاژ هڅه کوي او همدا لامل دی چې د طالبانو له لوري په بهانو او پلمو مذاکرات تر دې میاشتې راغلل خو لا یې هم د حکومت له مرکچي پلاوي سره رسمي خبرې نه دي شوي.

طالبان مشرانو هم په دې وروستیو کلونو کې ډېره سرمایه را ټوله کړې، په قطر، د پاکستان په بېلابېلو ښارونو او د افغانستان په ځینو ولایتونو کې یې هم لوی او څو پوړه کورونه جوړ کړي دي.

طالبان وروسته له شلو کلونو جګړې له افغان حکومت سره خبرو ته ناست دي او په هم مهاله توګه یې جګړه هم پر مخ روانه کړې ده.

له طالبانو د افغان ولس، افغان حکومت او نړیوالې ټولنې غوښتنه ده، چې د خپل منځي مذاکراتو په درشل کې اوربند اعلان کړي، خو برعکس د طالبانو جګړې او تاوتریخوالي د پخوا په پرتله لا زور اخیستی.

طالب مشران اوس مهال د قطر هېواد په پلازمېنې دوحه کې د افغان حکومت له مرکچي پلاوي سره په خبرو بوخت دي، ویل کیږي چې له طالبانو سره به لومړۍ ناسته د اوربند پر سر وي، خو تر اوسه د دواړو لوریو له خوا کاري اصول نه دي بشپړ شوي.

دوی له جمعې ورځې پرته اته ورځې مسلسل پر کاري اصول کار وکړ، خو تر اوسه یې کارونه نه دي وروستي شوي.

طالبان وایي په راتلونکو څو ورځو کې به رسمي خبرو پیلېدو ته لار هواره شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.