نن د سولي نړيواله ورځ خو په افغانانو لا هم جکړه تپل شوي

خبريال ويبپاڼه /نن د ډيسمبر ۲۱ مه د سولي نړيواله ورځ ده دغه په ټوله نړۍ کې د ملګرو ملتونه له خوا د سولي او ټيکاو د ارزښت په مناسب په ټوله نړۍ کې په يو لړ خاصو مراسمو لمانځل کيږي.
دغه ورځ چې نور نړيوال يې په خوشاليو او ولولو لمانځي خو افغانانو نن دا ورځ هم په مرګ ،وژنې چادونې او بم بار پيل کړه.
په افغانستان کې دا ورځ په د چادونو، مړو، وژنو او زخمپانو په خبرونو پيل شوه.
د نن ورځي لومړی خبر دا وو چې د هرات په پښتون زرغون کې ولسوالۍ کې ټوله شپه جکړه شوي لس ګونه افغانان پکې شهيدان ، ټپيان او ژوبل شوي دي. مالي زيان خو پر ځای پريږه. دا يوازي هرات نه دی چې افغانانو.د جنګ اه ويرې ، د وسلو له بدرنګه غږ څخه خوب نه دی کړی بلکي د افغانستان په ۲۹ ولايتونو کې سخته جکړه روانه ده، همدا اوس د غزني په ډير سيمو د کندهار په ډيرو ولسواليو ، هلمند ، نيمرزو ، پکتيکا ، پکتيا او ګڼو نورو ولايتونو کې همدا شيبه چې جګړه روانه ده ، افغانان پکې شهيدانيږي ، زخمي کيږي، بې کوره او زرګونو نورو بدبختيو اخته کيږي.

د جکړي ټول زيان عام ولس ګالي ، سرتيري يې ګالي ، همدا سرتيري دي چې په ډير صادقانه ډول په لوږه او تنده کې د يوه بې رحمه او بزل دوښمن سره په جنګ لګيا دي . شپه او ورځ ددې خاوري په سانته بوخت دي ، خپل سرونه ، خپلي ويني ترې قربانوي وي.

بايد وويل شي چې د طالب په لښکر کې هم همدا بې وزله افغانان دي هغوي نه دي خبر چې مشرانو يې له چا او په څه ډول د دوی او افغانستان په سر سودا کړي ده. دغه طالب جنګيالي نه ده خبر چې څنګه يې مشرانو په يوه رڼده عقيده غلط کړي. دغه طالب جنګيالي په دې نه پوهيږي چې ولي مې خپل شرين ورور ووژنم ، ولي خپل مور ، خور کونډه کړم ولي خپل زوی ، وراره او ورور يتيم کړم.
ولي جنګ وکړم، ولي جکړه وکړه ولي ولي اخير تر څو به همدا جنګونه کوو ،و همدا د پرديو لپاره جهادونوکووو.

ولي؟ دا جنګ دا جکړه ، دا جهاد يوازي د افغانانو په برخه رسيدلی يوازي همدا افغانانو د جهاد ټيکه وهلي که په نړۍ کې نور څوک هم شته.

يوه هيله چې ټول ولس يې د دواړو غاړو له خوواا څخه غواړي همدا ده چې نور دې پر افغانانو رحم وکړي، جنګ دي بس کړي ، دا روانه وروژنه دي بس کړي.
بس دی! بس! نور افغانان هم د ښه ژوند کولو حق لري ، حق لري چې ښه ارام او هوسا ژوند وکړي ، حق لري چې په ارام په خپل کور کې له خپلوانو سره کيني ، خوب وکړي، او کار او ژوند وکړي.

افغان ماشومان هم حق لري لري ښوونځی ووايې، تعلم وکړي ، ښه او رام ژوند ولري.

دا جکړه پريدۍ که موږ.را ويښ نه شو تر هغه به روانه وي چې تر څو د پرديو ګټي دلته غوندي وي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More