کندوز يو ځل بيا د سقط له خطر مخ دی
خبريال ويبپاڼه /د کندوز د ولايتي شورا غړو رسنيو ته ويلي چې کندوز د دويم ځل له سقوط سره مخ دی.
د کندوز د ولايتي شورا غړو رسنيو ته ويلي چې په زروګونو طالبان راټول شوي چې کندوز يو ځلي بيا سقوط کړي دوی وايې چې دا څو وروځي کيږي د کندوز ښار ته نيږدي په څو کليو مترۍ کې سخته جکړه روانه ده ده.
هيره دې نه وي چې تيره شپه هن د کندوز ښاره په څنډه کې د طالبانو او اافغان ځواکونو تر منځ سخته جکړه روانه وو چې ټوله شپه د درنو او سپکو وسلو غږونه اوريدل کيدل.
د کندوز د ولایتي شورا یو شمیر غړو د دې ولایت د امنیتی حالت په اړه اندیښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې د ولایت مرکز د طالبانو لخوا محاصره دی او که مرکزي حکومت دې ولایت ته پاملرنه ونه کړي نو طالبان به بیا سقوط وکړي.
په ورته وخت کې ، د کندوز ځینې اوسیدونکي وايي چې طالبان د ښار دروازې ته رسیدلي او د یو شمیر لویو لارو کنټرول یې ترلاسه کړی دی.
د کندز د والي ویاند ومنله چې طالبان په یو شمیر ولسوالیو کې فعال دي ، خو ټینګار یې وکړ چې د دغه ولایت امنیتي ځواکونه د دې وړتیا لري چې وسله والو طالبانو سره ودریږي.
تیره شپه په خان آباد ولسوالۍ کې لږ تر لږه ۳۰ تنه طالب جنګیالي وژل شوي دي.
خو په ورته وخت کې یوې سرچینې ویلي چې په برید کې ۱۷ ملکي وګړي وژل شوي دي.
دت په ړاسي حال ک ده چې نن د سولي نړيواله ورځ ده ملګړو ملتونو له دواړو غاړو څخه د اروبند غوښتنه کړي ده.
بايد وويل شي چې په قطر کې د طالبانو او اقغان حکومت پلاوی د سولي په خبرو بوخت دي.له کله چې هم د سولي خبري پيل شوي په افغانستان کې جکړي زور نيولی دی.
او هره ورځ سلګونه افغانان د جګړي له لاسه شهيد ، زحميي او بې کوره کيږي.
يوازي کندوز نه دی چې د سقوط له خطر سره مخ دی بلکي د غزني د سقوط اوازي هم خپري شوي دي.
ځکه د غزني مرمز ته هم جکړه بيخي نيږدي شوي او هره ورځ پکي زيات شمير افغانان شهيدانيږي.
هيره دي نه وي چې له يوې خوا د طالبانو خطر زياتوي شوی له بلي خوا افغان حکومت سخته ناغيړي کوي په سياسي معلمو او لانجو.بوخت دې جکړي لوري ته يې هيڅ پام نه دی.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.