کندهار کې فرصت ښوونیز مرکز نجونو او هلکانو ته وړیا زده کړې ورکوي
خبریال وېب پاڼه/ کندهار کې فرصت ښوونیز مرکز نجونو او هلکانو ته په بېلا بېلو برخو کې وړیا زده کړې ورکوي.
د یاد ښوونیز مرکز مسؤولین وایي، فرصت وړیا ښوونیز مرکز دی او د زده کوونکو لپاره تر ټولو غوره زده کړېیز ادرس دی، کندهار فرصت وړیا ښوونیز مرکز چې د بهر مېشتي افغان تاجر شوکت زماني په مالي ملاتړ او نوښت رامنځ ته شوی او د غریبو کندهار مېشتو علمې تنده یې ور ماته کړي اوس د کمیت ترڅنګ ښه کیفیت وړاندي کوي.
دوی زیاتوي چې فرصت مرکزونه د هیواد په څلورو ولایتونو کې په وړيا ډول علمي عملي فعالیت کوې یو له هغو څخه کندهار ولایت دی چې د ټولو هغه ناچارو او غریبو زده کوونکو لپاره یې چي د فيس د ورکړي توان نه لري د انګليسي، تجويدالقرآن او د کمپيوټر زده کړې زمينه په وړيا توګه مساعده کړي.
د کندهار فرصت وړيا تعليمي مرکز تر چطر لاندي په کندهار ولايت کي په وړيا توګه نارينه زده کوونکي د انګليسي، تجويدالقرآن او کمپيوټر زده کړي په برخه کې 580 تنه خپلي زده کړي ترسره کوي. په ښځينه برخه کي د 130 په شاوخوا کي زده کوونکو ته په وړيا توګه د انګليسي زده کړي عملي تر سره کوي.
د فرصت ښوونیز مرکز مسؤولینو خبریال وېب پاڼې ته یادوونه وکړه، چې هېره دې نه وي چې په دواړو برخو کي داخله اوس هم جريان لري او کندهار فرصت دا وياړ لري چي په لوړ کيفيت علمي خدمات د مجربو ښوونکو له لوري وړاندې کوي.
دوی پر والدینو غږ کوي، چې خپل اولادونه په کندهار کې په فرصت ښوونیز مرکز کې په عصري او اسلامي زده کړو سمبال کړي.
د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې د زیات شمېر فعالو او با احساسه ځوانانو له لوري د هېواد نویو نسلونو روزلو لپاره وړیا ښوونیز مرکزونه فعال شوي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.