The news is by your side.

غني ته د طالبانو پیغام! بامیانو ته د غني د سفر سره هم مهاله ډله اییز برید

خبریال وېب پاڼه/ تېره شپه طالبانو د بامیان ولایت په شېبر ولسوالۍ کې په باغک سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو ډله اییز بریدونه کړي دي.

د بامیان ولایتي چارواکي وایي، ١٢٠ طالبانو تېره شپه ٧:٥٠ دقیقې د بغلان ولایت د تاله او برفک ولسوالۍ نه د بامیان ولایت شېبر ولسوالۍ باغک سیمه کې له غلمې وړاندې تر ١٠ بجو د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه کول.

د بامیان ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند او د مطبوعاتو او عامه اړیکو مسؤول محمد رضا یوسفي وایي، کله چې د امنیه قومندان مل پاسوال محمد صادق مرادي په رهبرۍ مرستندویه ځواکونو غوښتل چې باغک سیمې په دوه لوریو دننه شي او ځواکونو ته مرستې ورسوي نو د ښکاري درې په لار کې د دوښمن له کمین سره مخامخ شول او پوستو ته د مرستندویه توکو د رسولو مخه یې ونیوله.

له څو ساعتونو نښتې وروسته د بامیان ولایت امنیتي ځواکونو وکولی شول چې دواړو لوریو کې د دوښمن کمین مات کړي او پر طالبانو سخت بریدونه وکړي چې په پایله کې یې ګڼ طالبان مړه او ټپیان شول.

ښاغلی مرادي زیاتوي چې د ملي پولیسو مرستندویه ځواکونو وکولی شول چې پوستو ته ځان ورسوي او وضعیت په خپل کنټرول کې راوړي، خو په نښته کې دوه سرتېري شهیدان شوي او یو سرتېری سطحي ټپي شوی دی.

بامیان د افغانستان یو له هغو ولایتونو دی چې امنیتي وضعیت یې خورا ډېر ښه دی او د ښه امنیت له امله دې ولایت ته سیلانیان د سیل او سیاحت لپاره ډېر ورځي، په وروستیو کې دې ولایت ته د چارواکو او د چارواکو د کورنیو سفر او چکر هم زیات شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د بامیان ولایت ته پرون ولسمشر غني د دویم مرستیال سرور دانش په ګډون د لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ سفر درلود او غوښتل یې د بامیان امنیتي وضعیت وارزوي او لیدنه ترې وکړي، په داسې حال کې چې له بامیانو را دې خوا د جنوب ختیځې حوزې او نور ولایتونه، پکتیا، پکتیکا، هلمند، زابل، غزني، کندز او داسې نور هره ورځ د جګړې په اور کې سوځي خو ولسمشر یوازې له امنو ولایتونو لیدنه کوي او له پښتنو پرته له نورو قومونو سره لیدنې او ارزونې کوي.

د اشرف غني دا کار د ډېرو خلکو له غبرګونونو سره مخ دی او پر وینا یې چې غني باید هغه ولایتونو ته خپله پاملرنه زیاته کړي چې خلک یې له جګړې کړیږي. او هره ورځ قربانۍ ورکوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.