دانش: احمد شاه بابا، غازي امان او تاریخي شخصیتونو ته درناوی لرم
خبریال وېب پاڼه/ د ولسمشر دویم مرستیال نن د سولې د نړیوالې ورځې په مناسبت په وینا کې وویل چې لوی احمد شاه بابا، غازي امان الله خان او نورو تاریخي شهصیتونو ته درناوی لرم.
دانش د خبرو په یو اړخ کې په بامیانو ولایتونو کې د خپلو خبرو په تړاو چې سدوزي او محمدزي او د پښتنو تاریخي نظامونه او حکومتونه یې د طالبانو سره پرتله کړي وو، په اشارې وویل، زه لوی احمد شاه بابا بابا، غازي امان الله خان او نورو تاریخي څېرو او شخصیتونو ته درناوی لرم، او د تېرې ورځې له خبرو مې نا سم تعیبر اخیستل شوی.
د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش زیاته کړې، چې د تېرې ورځې د خبرو موخه یې د جمهوریت او سلطنتي نظامونو پرتله کول وو، نه یو شخصي او قومي نظر.
دانش پرون له ولسمشر سره ګډ بامیان ولایت ته سفر درلود او د وینا پر مهال یې ویلي وو، د طالبانو حکومت عیناً د سدوزیانو او محمدزیو ٢٣٠ کلن استبدادي او دیکتاتوري حکومتونو او نظامونو بڼه لري. چې هغه وخت هم یوې کوچنۍ قبیلې چې د ولس له روح او محتوا سره یې تړاو نه درلود په مؤرثي ډول حکومت کاوه او امارت هم د هغوی په شات ډله ده.
د سرور دانش دا څرګندونې په ټول هېواد کې د پښتنو او پښتنو د نویو ځوانانو ګڼو غبرګونونو سره مخ شوي.
پر خواله رسنیو فعالان ویلي، سرور دانش باید د خپلو دې څرګندونو په تړاو له ملت او په ځانګړې توګه له پښتنو بیا بیا بخښنه وغواړي.
د خواله رسنیو کاروونکو د سرور دانش د یادو څرګندونو په غبرګون ویلي، چې خپله په ایران کې را لوی شوی، پلرونه او نیکونه یې معلوم نه دي او را پاڅیږي د پښتنو پر لوی تاریخ ملنډې وهي. په داسې حال کې چې خپله یو مهاجر او له مغلوستان را کډه شوی د چنګیز له اولادې نه دی، او د مغولستان یو مهاجر باید دا حق ځان ته ور نه کړي چې د پښتنو د تاریخ لوی څټې او تاریخ یې سپک کړي.
دوی ټینګار کوي چې ژر دې له پښتنو په رسمي توګه بخښنه وغواړي، او نور دې د دوی د زغم ازموینه نه اخلي، کنه نه د ایران د هغه روزل شوي چاسوس په څېر به یې له دې وطن لېرې وغورځوي لکه څنګه چې طالبانو ایرانی جاسوس له هلیکوپټر وغورځاوه.
د ولسي جرګې ځینو غړو او زیات شمېر پښتنو سیاسي او جهادي مشرانو او چارواکو د ښاغلي سرور دانش خبرې غندلي او دا یې په اوسني حساس وخت کې بې اتفاقۍ او د جنګ اور ته لمن وهل بللي دي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.