ملالۍ شنواري: د دانش په تړوا زما يوه خاطره
خبريال ويبپاڼه/هغه مهال چې زه د ولسي جرګې د عدلي او قضایې، اداري اصلاحاتو او د فساد پر ضد د مبارزې د کمیسیون غړې وم؛ کله ناکله به مو په ارګ کې د حقوقي او عدلي چارو په میاشتنۍ غونډه کې ګډون کاوو.
سرور دانش هغه مهال تازه په تازه د عدلې وزیر معرفي شوی وو. غونډه لکه د تل په څېر د ګلخانې ماڼۍ په دوهم پوړ کې وه او مشري په خپله ولسمشر کوله.
ولسمشر د غونډې تر پيل کېدو وړاندې سرور دانش ته مخ ور واړاوو چې راغلی یې؟ هغه ورته کړل؛ هو، صاحب. بیا ولسمشر ورته وویل چې نور دې له قُمه کډه را بار کړه چې بیا خبر نشم چې قُم ته کور ته تللی یې.
هسې دا خاطره د ښاغلي دانش د هغو خبرو پورې را یاده شوه چې نن سبا په ټولنیزو رسنیو کې خوله پر خوله کېږي. یوه څه ناسم وو او لا ناسم روان دي. د پرون هم په دې نظام کې داسې چارواکي وو چې د دې ملک تاریخ یې د ځان نه ګاڼه او نن هم لا هماغسې چارواکي په قدرت کې وینو چې د دې هېواد تاریخ د ځان نه ګڼي.
که د افغانستان تېر او حال سره پرتله کړو نو کوم پړاو به مو تر سترګو ښه درشي؟ د احمدشاهي د برم او عزت دوره؟ که د ظاهرشاه څلوېښت کلنه سولیزه پادشاهي؟ او که هغه مهال چې څوکۍ د یو څو قومي ټېکدارانو تر مېنځ تقسیم شوې؟
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.