The news is by your side.

امريکا پر ايران نوي بنديزونه ولګول

خبريال ويبپاڼه/ د امريکا متحتده ايالاتو حکومت په ايران نوي بنديزونه ولګول، د امريکا د بهرنيو چارو وزارت پرون په يوه خپره کړي اعلاميه کې ويلي چېـد ايران په دفاع وزارت او ځيني نور ادارو يو لړ نوي بنديزونه لګوي.

د امريکا له بهرنيو چارو وزارت څخه په خپره شوي اعلاميه کې ويل شوي چې د امريکا حکومت د ډونالډ ټرمپ په مشرۍ د په ايران نوي بنديزونه لګوي. اعلاميه زياتوي چې دغه بنديزونه به د ايران په دفاع وزارت او ځينو نورو هغو ادارو بنديزونه لکوي چې د ايران د اټومي پروګرام ملاتړ کوي.

بايد وويل چې پرون دوشنبه د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو په يوه خبري کانفرانس کې خبريالانو ته وويل چې امريکا حکومت ځکه په ايران نوي بنديزونه لګوي چې تر څو دغه هيواد له اټومي سرګولولو را وګرځوي.
مایک پومپیو وویل: “نن ورځ ، د ولسمشر په حکم ، زه به د ایران دفاع وزارت او دفاعي صنعت ادارې او د دې پر رییس باندې بندیزونه وضع کړم. په تهران کې فاسد چارواکو ، د وینزویلا غیرقانوني رژیم سره په همکارۍ ، د ملګرو ملتونو د وسلو بندیزونه سرغړونه کړې ، زموږ بندیزونه باید نړۍ ته د یوه خبرتیا په توګه واوریدل شي ، که تاسو په وسلو کې یاست یا نه. د ملګرو ملتونو بندیزونه مات کړئ ، تاسو به له بندیزونو سره مخ شئ. ”

[ ] هيره دې نه وي چې څو اونۍ مخکي د امريکا حکومت غوښتل چې پر ايران يو ځل بيا د ۲۰۱۸ کال بنديزونه ولګوي خو د ملګرو ملتونو امنيت شورا د امريکا له دغي پريکړي څخه انکار وکړ او دغه پروسه يې رد کړه.
[ ] امنيت شورا چې له پنځو دايمي غړو سره، سره، ځنينو موقتي غړو هم د ايران پر ضد امريکا له خوا د ۲۰۰۸ کال بنديزونه لغوه اعلان کړل.

له دې وروسته د امريکا او امنيت شورا تر منځ ناندرۍ رامنځته شوي د امريکا د بهرنيو چارو وزارت اعلان وکړ چې د ملګرو ملتونو تر ټولو معتبره ادراه چې د ترهګرۍ د محنوي دنده پر غاړه لري په خپله د ترهګرو ملاتړ کوي.
په ورته وخت کې ډونالډ ټرمپ هم د امنيت شورا په ځينو غړو سختي نيوکي وکړي او ويې ويل چې د امنيت شورا ځيني غړي غواړي په نړۍ کې ترهګرۍ ته وده ورکړي.

ښاغلي ټرمپ خبرداری ورکړ که امنيت شورا له امريکا سره ونه دريږي د امريکا حکومت به په خپل صلاحيت په ايران نوي بنديزونه ولګوي.
د ټرمپ حکومت دغه بنديزونه په داسي حال کې پر ايران نوي بنديزونه لګوي چې په امريکا کې د ولسمشرۍ ټاکنو ته ليږ وخت پاتي دی.
شنونکي وايې چې ټرمپ په دغه بنديزونو سره غواړي د خپل ځان لپاره کمپاين وکړي.

 

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.