د ايران او افغانستان تر منځ نوی ګمرک جوړيږي
خبريال ويبپاڼه / د پوه راپور له مخي ويل شوي چې د ايران او افغانستان پولي ته څيرمه يو نوی ګمرګ جوړيږي. ياد ګمرک چې د هرات ولايت د غوريان ولسوالي د ريل ګاټي د پټلي په اوږدو کې جوړيږي د واريداتو او صادراتو په برخه کې نوی ګام بلل شوی دی.
د مالیې وزارت دغه اقدام د ایران او افغانستان ترمینځ یو ښه ګام بولي او وايي چې د دې همکارۍ له لارې به افغانستان د پام وړ عواید لاسته راوړي ، د سوداګرۍ اسانتیاوې به رامینځته شي او توکي به په ټیټه بیه پیرودونکو ته وسپارل شي. .
د دې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي وویل چې دغه ګمرک به د اداري فساد مخه ونیسي او عواید به ډیر کړي.
د افغانستان او ایران تر منځ د۶۰ km کیلومترو په اوږدوالي د اوسپنې پټلۍ بشپړېدو ته نږدې ده.
بايد وويل شي چې تيره اونۍ د پاکستان او افغاني چارواکو د يوې هوکړي له مخي د زابل ولايت شملزو ولسوالي کې نوي ترانزيټي ترمنيل پراسنتل شو.
د بلوجستات ايالت اعالي وزير جام کمال په باديني کې د سوداګريز ترمنيل پرانست غونډي ته په خپلو خبرو کې وويل چې له دغه سوداګريز ترمنيل څخه به نه يوازي د هيوادونو په سطحه سوداګرو ته ګټه ورسوي بلکي کرښي دواړو غاړو افغانانو ته به هم يو ښه کاري فرست برابر شي.
ښاغلي جام کمال زياته کړه چې د بلوچستان حکومت کوښښ کوي د بلوچستان ايالت د سوداګرو او افغان سوداګرو تر منځ اړيکي پراخې او د داوړو غاړو سوداګر نورې پانګې اچونې ته وهڅوي.
د بلوچستان ايالت د سوداګرو اتحاديې مرستيال اختر کاکړ مشال راډيو ته وويل چې د پاکستان مرکزي حکومت او د بلوچستان ايالتي حکومت بايد ددې لارې سربيره نورې لارې هم د سوداګرو پر مخ پرانيزي. ځکه اختر کاکړ وايې چې يوازې بلوچستان کې څو سوداګريزي لاري شتون لري چې له هغې ډلي يې توبه اڅکزۍ، ګلیستان ، او دالبيندين هغه باري دي که پرانستل شي د کرښي دواړو غاړو افغانانو سربيره به يې د پاکستان او افغانستان سوداګرو ته ډيره ګټه ورسيږي.
بايد وويل شي چې د بلوچستان بادينی د زابل ولايت له شملزو ولسوالي نيښتي سيمه ده چې يوې خوا ته يې پوڅان او زابل لوري ته د پښتانه قومونه ميشت دي.
له کرښې دې غاړي ته هم زابل ميشتي د باديني لاري پرانيستلو ته خوشاله دي دي د سمي خلک وايې چې د سوداګرۍ تر څنګ به ګڼو افغانانو ته د کار زمينه برابره شي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.