The news is by your side.

دانش ته د ایران د تاریخ په هنداره کې تاریخي جواب

خبريال ويبپاڼه/زه ښاغلي قضاوت پوه سرور دا نش ته دا وریادوم چې دقضاوت حکم دادی چې دافغانستان د سدوزایی او محمد زایی پاچاهانوکړنې ددوۍ د هم عصره ترکیې، ایراني او هندي پاچاهانو د کړنو سره مقایسه کړي او بیا خپل قضاوت وکړي.

د افغانانو په دې (۲۳۰ ) کاله سلطنت کښې دوۍ (۲) د سترګو د ړندېدو واقعې لرو، لمړی شاه زما د خپل یاغي مشر ورور همایون سترګې ړندې کړې او شا محمود بیا د خپل ورور د سترګو په بدل کښې د شا زمان سترګې ړندې کړې.

کاشکې زمو نږ په ویاړلي تاریخ کښې دا دوې بدې پیښې هم نه وای شوي.
زه دقضاوت پوه ښاغلي سروردانش توجه دده دهم ژبې او هم مذهبه ګاونډي هیواد ایران تاریخ ته را ګرځوم او دا پوښتنه هم ځنې کوم چې ستمګري او استبداد څه ته وایي ؟

د ايران يو پاچا اقامحمد قاجار خپل اويا زره (۷۰۰۰۰) هېوادوال ړانده کړل .
اکاډمیسن عظم سیستاني د ایران عالم ډاکتر شجاع الدین شیفا د ،،تولد دیګر،، کتاب د (۴۳۲ مخ) په حواله لیکي چې:
د ايران بل پاچا زنده خوران شاه آسماعیل “ قورچي “ د سني شكيب خان مړى په خپل دربار کې ددرباريانو ترمخ په خوله ټوټې ټوټې کړ او هغه يې وخوړه او د سر كآسه يې د سرو زرو په چوكاټ کې د يو جام په څېر ونيوله او شاه آسماعیل به د انسان د سر په دې كآسه کې شراب څښل .

د دې پاچا لمسي دوهم شاه آسماعیل خپل شپږ وروڼه چې يوه يې لا شيدې رودلې ووژل، همدې پاچا په يوه ورځ د پنځه سوه صوفيانو سرونه پرې کړل .
د ايران بل پاچا لومړي شاه عباس خپل پلار د مرګ تر ساعته په زندان کې وساته، د خپل مشر زوى سر يې غوڅ کړ او د دوهم زوى سترګې يې ړندې کړې .

د دې شاه عباس ځاى ناستى صفي شاه خپله مور، مېرمن، شيدې رودونكى زوى او ړوند اكا وواژه او د خپلې کورنۍ په لسګونو نور غړي يې ړانده کړل . . .
او همدارنګه که د هغې زمانې د عثماني ترکانو تاریخ ته لنډ نظر وا چول شي هر ترک شهزاده چې د قدرت واګي پلاس کښې نیولې نو خپل نور ټول وروڼه یې وژل یوه پاچا خو یې خپل خویندې لا هم مړې کړې.
په عین ترتیب د هند د مغلي شاهانو تاریخ ته نظراچوو هغوی هم د قدرت پر سر یو بل سره وژلي دي، اورنګ زیب خپل ورور دارا شکوه څخه سر پرې کړی، د ورور بې سره جسد یې دپایتخت په کوڅو کښې وګرځاوه او بیا یې دا سر پرې کړ جسد یې خپل پلار شاه جهان ته هم ولیږی.

اورنګ زیب خپل پلار شا جهان د مرګ تر ساعت داګرې په سره قلع کښې بندي وساتی.
مونږ د ښاغلي دانش څخه دا هیله لرو چې دهرې تاریخي دورې دواکمنانو کړنې د هغې زمانې د قضاوت په ترازو کښې وتلي نه داچې د پښتنو د اوولسمې پیړنۍ کړنې دیویشتمې پیړۍ په ترازو کښې وتلئ.
زه د ښاغلي قضاوت پوه توجه دې ټکي ته هم را ګرځوم د تیرو پنځو کلنو راهیسې چې دی د جان کیرې دخوا د جوړ شوي جمهوري نظام دوهم مرستیال وو، لږخودا خپل جمهوري نظام هم د نړۍ د اوسني جمهوریي نظامو سره مقایسه کړي چې څو فیصده د جمهوریت د اصولو سره برابر دی ؟

اومید شته چې قضاوت پوه ښاغلی سروردانش به تر دې ورسته زمونږ دمشترک ګران هیواد دویاړلي تاریخ په باره کښې سم قضاورت وکړي.
په درنښت.

لیکوال: عبدالحکیم نورزی

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.