کابل کې غلو که چارواکو ډيره غلا کړي
خبريال ويبپاڼه/ د افغانستان د نورو سيمو په نسبت پلازمينه کابل له ماښام څخه وروسته په هغه ويروونکي ځای بدليږي چې سړی نشي کولای له ځای څخه بل ځای ته ولاړ شي.
که پر لاره روان يې حتمن به دي فکر شل ځايه وي: دې ته به دي فکر وي چې له کومي کوڅي اوس غله راوځي بريد به را باندي کوي، ددې په سوچو کې به يې څنګه او څه ډول غلو سره به مخ کيږي.
داسي ورځ به نه وي چي کابل کې غلو کابل ميشتي وهلي ډبولي او وژلي نه وي هره ورځ په هر ځای کې د غلو له لاسه خلک نه موبايل ګرځولای شي نه يې له ځان سره څه شيان ليږدولای شي.
ماښام لا څه چې په رڼا ورځ د کابل په ځينو سيمې خلک غلو شکولي دي.
تر ټولو جالبه لا دا چې د ښځو له غوږونو والۍ او له ګوتمۍ هم لا تښتوي.
کابل يوازي دا نه چې کابل ميشتي وګړي د غلو له لاسه په تنګ دي هر ورځ يې مالونه ، شتمنۍ غلا کوي او ژونديې ور تيرخ ګړی دی، وژني يې ، وهي او ډبويې. بلکي د په پلازمينه کابل کې هم د نورو ولايتو په څير چارواکي عيني او تر دې لا ډيره غلا کوي.
کابل ميشتي چارواکي نه يوازي دا چې په خپله ځانته بيله غلا هم کوي بلکي له د کابلو ټولو لويو او وړو غلو سره شريکان دي.
عادي غله که څه عادي غلا کوي يو موبايل روپي او يا جيبونه وهي خو چارواکي بيا هر يو د سلو غلو په اندازه غلا کوي.
هر چارواکی غل هره ورځ د خپل توان او لياقت په اندازه په لکونو او ميليونو افغانۍ غلا کوي.
ددې غلو له برکته افغانستان د غلا او فساد په نړيواله درجه بندۍ کې لومړۍ مقام لري.
په ټوله نړۍ ددې غلو له لاسه افغانان خلک په فساد، غلا ، شوکونه او وحشت سره پيژني.
بايد وويل چې خبريال ويبپاڼي تيره ورځ موندلي وه چې يوازي د ملي پوليسو له غوښي هره مياشت ۲۰ ميليونه او ۷ لکه افغاني غلاکيږي چې د کال يوازي د غوښې له غلا په يوه ولايت کې تر ۲۵۰ ميليونه افغانۍ کيږي.
نو سړی حيران شي چې يوازي له يوه عادي شي غوښي څخه په يوه ولايت کې دومره لويه غلا کيږي نو د ټول افغانستان به څه حال وي.
د افغانستان له ګمرکونو ، پروژو او نورو معميلو څخه څومره روپۍ غلا کيږي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.