The news is by your side.

ښه عادتونه مو په ژوند څه ډول اغيز کولای شي

خبريال ويبپاڼه/ انسانان اوخوېونه لمر,سپوږمۍ,ستوري,باران,ګلۍ,طوفان دي چې هر يو يې پخپل وخت سره مختلف مثبت او منفي تاثیرات په نړۍ باندې غورځوي او دژوند هر اړخ تر پوښښ لاندي راولي•

لکه څنګه چې الله انسان ته اشرف مخلوقات درجه ورکړې ده او هغه يې دمځکې پر مخ له هر مو جود څخه لوړه مرتبه پيدا کړی دي او له هر انساني حقوقو څخه يې بر خه مند کړی د دنیا او اخرت ډیره یوه مهمه برخه چې یې د انسان په وجود کې پیداکړې هغه عادات او خصلتونه دي.

هر انسان له مور څخه پاک او څپیڅلی پيدا کیږي هر ژوند په پیل ې لکه د یو سپین کاغذ په څیر وي زړه او دماغ يې له هرې نا پاکۍ څخه په امان کې وي•
مګر کله چې زمونږ د ادراک قوه په لوړیدو شي بیا هغه وخت خپل زړه او وجدان په مختلفو عاداتو سره روځو دا چې دا خصلتونه مو ښه وي او که بد وخت سره سم ورباندې پریکړه کیږي•.

کله چې مونږ خپل عادات ښه او سالم وروځو دژند هره بر خه کې مثبت ګامونه واخلو انسانیت ته ارزښت ورکړو هر موجود ته دیو ژوندۍ مادې په څیر درناوی ولرو او دا احساس وکړو چې هر موجود الله تعالی د ژوند کولو لپاره پیدا کړی پر ته له هغه چې موجوداتو چې مونږ ته ضرر رسوي نو دا د انسان اوسیدو ډیر مهم صفت دی.

کله چې خپل خویونه دانسانیت او بشر دوستې په چو کاټ کې تربیت کړو نو هغه سپوږمۍ او لمر معنا لري چې هره توره شپه رڼا کوي هره ورځ دخپلو وړانګو په واسطه په زرګونه باکتریا ګانې له خپلې ټولنې څخه له منځه وړي او هر څوک مو له روښنایې څخه ګټه پورته کوي.

مګر کله چې خپل عادات ناوړه اعمالو څخه ونشو ژغورلی او په ځان یې غالب ومنو نو دا به دهغه طوفانونو معنا وي چې زمونږ دزړه او دژوند شتمني به لکه داتم ذرې له هوا سره یو ځای کړي سره له دې چې خپل ژوند مو بر باده وي ټولنه هم راسره له ډيرو ناخوالو سره مخامخ کیږي• زمونږ د بد عادت تاثیرات لومړی په کورنۍ غورځیږي او له کورنۍ څخه ټولنې ته انتقالیږي چی نیمایې ټولنه به ستونزو سره مخامخ شي•.

نو په پایله کې ښه عادات د دنیا او اخرت لپاره لویه شتمني ده دنیا مو روښانه کوي او د ابدي ژوند په امتحان کې مو سر لوړي ساتي نو راځۍ چې دپوهي ا اداک قوه مو لا غښتلې کړو.

ليکواله ليمه ځانګړي. •

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.