The news is by your side.

د افغانستان او ایران د سوداګرۍ او پانګونې ګډ نندارتون جوړ شو

خبریال وېب پاڼه/ د لومړي ځل لپاره په پلازمېنه کابل کې د افغانستان او ایران د سوداګریزو توکو او پانګونې ګډ نندارتون په لاره واچول شو.

په دې یو ورځني نندارتون کې د افغانستان او ایران توکي او محصولات په سلو غرفو کې نندارې ته اېښودل شوي وو.

په دې نندارتون کې د ملي شورا ځیني غړو، د افغانستان د خصوصي سکتور رهبرۍ غړو او او د ایران او افغانستان متشبثینو حضور درلود.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې مسؤولین وایي، له دې نندارتون موخه د افغانستان او ایران محصولاتو ته بازار موندنه ده.
په ورته مهال دیوه راپور له مخې ويل شوي چې د ايران او افغانستان پولي ته څېرمه يو نوی ګمرګ جوړيږي.

ياد ګمرک د هرات ولايت د غوريان ولسوالۍ د ريل ګاټي د پټليۍپه اوږدو کې جوړيږي د وارداتو او صادراتو په برخه کې نوی ګام بلل شوی دی.

د مالیې وزارت دغه اقدام د ایران او افغانستان ترمنځ یو ښه ګام بولي او وايي چې د دې همکارۍ له لارې به افغانستان د پام وړ عواید لاسته راوړي، د سوداګرۍ اسانتیاوې به رامنځته شي او توکي به په ټیټه بیه پیرودونکو ته وسپارل شي.

د دې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي وویل چې دغه ګمرک به د اداري فساد مخه ونیسي او عواید به ډېر کړي.

د افغانستان او ایران تر منځ د ۶۰ km کیلومترو په اوږدوالي د اوسپنې پټلۍ بشپړېدو ته نږدې ده.

بايد وويل شي چې تېره اونۍ د پاکستاني او افغان چارواکو د يوې هوکړي له مخي د زابل ولايت شملزو ولسوالۍ کې نوي ترانزيټي ترمینل پرانستل شو.

د بلوجستات ايالت اعالی وزير جام کمال په باديني کې د سوداګريز ترمینل پرانسیت غونډې ته په خپلو خبرو کې وويل چې له دغه سوداګريز ترمینل څخه به نه يوازې د هېوادونو په سطحه سوداګرو ته ګټه ورسوي بلکې د کرښې دواړو غاړو افغانانو ته به هم يو ښه کاري فرصت برابر شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.