د بېلابېلو جرمونو تورن کسان د طالبانو واک لاندې سیمو ته تښتېدلي
خبریال وېب پاڼه/ د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، له زرو ډېر کسان چې پر بېلابېلو جرمونو تورن دي د طالبانو تر واک لاندې سیمو ته تښتېدلي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وایي، یاد کسان په بېلا بېلو جنایي جرمونو تورن دي، د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالي، اداري فساد او داسې نورو مسلو کې ښکېل کسان د طالبانو د واک لاندې سیمو ته تښتېدلي او یو شمېر یې له دې ډلې سره یو ځای شوي دي.
ښاغلي ارین نن (سه شنبه تلې لومړۍ نېټه) کابل کې په یوه خبري ناسته کې وویل، د اسختباراتو ادارې د پیدا کړو اطلاعاتو پر اساس پر بېلا بېلو جرمونو تورن ١٠٨٦ کسان د طالبانو تر واک او کنټرول لاندې سیمو ته تښتېدلي او ٦٩ تنه بیا له دې ډلې سره عملاً یو ځای شوي دي.
طارق ارین وایي، د تېرو دوه کلونو په وروستیو میاشتو کې ١٢٥٠ قضیې د ١٦٥٠ تورنو کسانو پر نیولو تطبیق شوې.
ښاغلی ارین زیاتوي هغه قضیې چې د تورنو کسانو له نیولو پاتې دي، یو شمېر یې د طالبانو واک لاندې سیمو ته تېښته کړې ده، ځیني لا نورو شواهدو ته اړتیا لري، د قانون پر بنسټ د یو شمېر قضیو قانوني اجرأت پای ته رسېدلي او یو شمېر یې د کشف او پلټنې لاندې دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وایي، د تېرو کلونو د پاتې قضیو سره سره هره ورځ نوې نورې لسګونه تازه قضیې ثبتیږي، نوموړی زیاتوي چې د تېرو درې کلونو د پاتې شونو قضیو سره سره د ١٣٩٨ او ١٣٩٩ لمریز کلونو زرګونه نورې قضیې هم تطبیق شوي دي.
خو طالبان بیا دا ادعاوې ردوي، طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، بېلا بېل مجرمین د افغانستان په حکومت کې شتون لري او یا هم د دې حکومت د واک لاندې سیمو په څنډو کې اوسیږي.
لوی او څارنوالۍ او د کورنیو چارو وزارت له لوري د تورنو او مجرمینو د نیولو لپاره د ١٣٩٥ او ١٣٩٧ لمریز کلونو تر منځ ګډه کمېټه جوړه شوې ده.
د افغانستان لویه څارنوالۍ وایي له دې ګډې کمېټې یې موخه د دواړو بنسټونو ګډې همکارۍ، په عدلي برخه کې د ښو خدماتو وړاندې کول، د عدالت پلي کول او پر ټولو د قانون یو شان تطیقول دي.
لویه څارنوالي وایي د مجرمینو تر منځ هېڅ توپیر نشته او هر ځای چې پټ وي ډېر ژر به ونیول شي او همدا راز به له خپل ځان نه د دفاع کافي وخت ورکړل شي.
لویه څارنوالي په بېلابېلو جرمونو کې له تورنو کسانو غواړي چې په خپله خوښه دې عدلي او قضایي ارګانونو ته ځانونه ور وپېژني که نه نو حکومت به یې په نیولو کې هېڅ درېغ ونه کړي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.