ناسا: د ځمکې په لور پنځه اسماني ډبرې را روان دي
خبریال وېب پاڼه/ ناسا یا د امریکا د فضایي څېړنو ملي ادارې خبر داری ورکړی چې روانه اوونۍ د ځمکې په لور پنځه کاڼي را روان دي.
د رشیا ټوډی نړیوالې رسنۍ د ناسا له قوله راپور ورکړی، چې د دغو کاڼو له ډلې دوه یې په منظمه توګه ١٠ او ١٦ متره اوږدوالی لري او د ځمکې د مدار سره به په ١,٢ او ١,٤ میلیونه کیلو مټره کې تېر شي.
جاپان همدا راز د ځمکې سره د دې اسماني کاڼو د تېرېدو په تړاو خپلHayabusa2 ته امر کړی چې خپل ماموریت ته دوام ورکړي، دا ماموریت به د اسماني کاڼو د له منځه وړلو مسؤولیت سر ته ورسوي.
تر دې څو میاشتې وړاندې یوه بله اسماني کاڼی هم له ځمکې سره تېر شو خو کوم زیان یې ونه رساوه.
د یادې ډبرې په اړه هم د ناسا یا د امریکا د فضایي څېړنو ملي ادارې خبر ورکړی وو، ناسا ویلي وو، چې دا به په احتمال سره په خطرناک ډول د ځمکې له کرې سره ځای پر ځای شي.
دوه کاله وړاندې هم د اسمان له لورې د یوې تیږې راتلو خبر ور کول شوی وو، خو د هغې تیږې له امله ځیني اروپايي اوامریکايي کمپنیو پټنځایونه هم جوړ کړي وو.
یاده دې وي چي مسلمانان ځکه ترې نه ډاریږي چي د دې تیږې خطرناکه احتمالات د قیامت په نښو کې نه دي ښودل شوي، ځکه یې هغوی ته خطر احساس نه کړو.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.