The news is by your side.

اترا په هېواد کې د ٤ جي انټرنېټي خدماتو د رسولو زېری ورکوي

خبریال وېب پاڼه/ د مخابراتي خدماتو د تنظیم ادارې یا اترا په هېواد کې د 4G انټرنېټ خدماتو د را منځته کولو او رسولو لومړني کارونه په چټکۍ پیل کړي.

د مخابراتي خدماتو د تنظیم ادارې یا اترا د عامه اړیکو او مطبوعاتو رییس سعید شینواری وایي، اترا ادارې نن په دې تړاو له نړیوالو متخصصینو سره د 4G انټرنېټي اړتیاوو د برابرولو لپاره پر لومړیتوبونو، اکشن، لارو چارو او فرصتونو د تشخیص لومړنی انلاین کنفرانس درلود.

ښاغلی شینواری هېوادوالو ته زېری ورکوي چې ډېر ژر به یې له 2G انټرنېټ خلاص کړي او له 4G انټرنېټي خدماتو به یې برخمن کړي.

د یادونې وړ ده چې اترا په دې وروستیو کې د مخابراتو په برخه کې د پام وړ کارونه ترسره کړي دي.

د مخابراتي خدماتو د تنظیم ادارې یا اترا څو ورځې وړاندې په پلازمېنه کابل او یو شمېر ولایتونو کې غیر قانوني سېمکارتونو پلورنه بنده کړه.

په دې تړاو د اترا د عامه اړیکو او مطبوعاتو رییس سعید شینواري ویلي وو، چې د مخابراتي شرکت مسؤول یا کوم بل څوک د غیر قانوني سېمکارت وپلوري یا توزېع کړي، د نغدي جریمې سره سره به له شپږو میاشتو تر دوه کالو په بند کې وي.

ښاغلی شینواری وړاندې زیاتوي چې جلال اباد ښار کې یې هم سلګونه غیر قانوني سېمکارتونه ټول کړي او په دې برخه کې اترا جدي ده او تر ډېره بریده توانېدلي چې د غیر قانوني سېمکارت پلورنې مخنیوی وکړي.

اترا یا د مخابراتي خدماتو د تنظیم اداره داسې مهال په مخابراتي برخه کې اساسي کارونو ترسره کوي، چې تر دې وړاندې هېواد والو د مخابراتي شبکو تر څنګ له اترا هم شکایت درلود چې د مخابراتو په برخه کې یې ستونزو ته حل نه پیدا کوي او هر وخت به هېواد والو د اترا کجاست یا اترا چېرې ده شعارونه ورکول.

اترا اداره دا راز ډاډ ورکوي چې پر مخابراتي شبکو به هم د انټرنېټي کڅوړو بیې را ښکته کړي او کیفیت ته به یې پام وکړي.

دا په داسې مهال ده چې په هېواد کې د مخابراتي شبکو له لوري د انټرنېټي کڅوړو بیې خورا لوړې دي او هېواد وال شکایت کوي چې دوی یې بیې نه شي ادا کولی.

دوی همدا رنګه غوښتنه کوي چې د کڅوړو بیو د را ښکته کولو تر څنګ دې د انټرنېټ پر کیفیت او سرعت هم کار وشي، پر وینا یې چې د اړتیا پر مهال هم د کمزوري انټرنېټ له لاسه یې مهم او اړین کارونه له لاسه ورکوي.

افغانستان د سیمې او ګاونډیو هېوادونو په پرتله د انټرنېټي کڅوړو لوړې بیې او ټیټ کیفطت لري چې یوازنی لامل یې د هېواد کمزوری اقتصاد، نا امني او جګړه ده.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.