The news is by your side.

خلیلزاد: امریکا اجازه نه ورکوي افغانستان کې ١٩٩٠ کلونو وضعیت تکرار شي

خبریال وېب پاڼه/ د افغان سږلې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی افغان الاصله امریکایي زلمي خلیلزاد نن د کانګرس د ملي امنیت کمېټې ته وویل، امریکا به هېڅکله اجازه ور نه کړي چې په افغانستان کې د ١٩٩٠مو کلونو وضعیت بیا تکرار شي.

خلیلزاد وایي، دا نور د افغانانو مسؤولیت دی چې په لاس راغلي سیاسي موقع نه سمه ګټنه واخلي او د هېواد برخلیک د سیاسي جوړ جاړي له لارې وټاکي.

زلمی خلیلزاد به کانګرس ته هم ډېر ژر د افغان سولې په اړه وروستي معلومات او لاسته راوړنې شریکې کړي.

زلمي خلیلزاد څو څو ځلې افغان حکومت او طالب لوریو ته په ټینګار ویلي چې په لاس راغلي سیاسي فرصت نه ګټنه واخلي او د افغانستان راتلونکی له دې لارې وټاکي، نوموړي پر دواړو لوریو غږ کړی شې اوربند دې وکړي او په ځانګړې توګه یې له طالبانو بار بار غوښتي چې تاوتریخوالی را کم کړي.

په ورته مهال د قطر په پلازمېنې دوحه کې د افغانانو د خپل منځي ناستې په موخه د افغان حکومت تللي پلاوي ویلي چې د کاري اصولو په ډېرو طرزالعملونو کار پای ته رسېدلی دی او د طرزالعملونو په وروستي کېدو به له طالب لوري سره د مذاکراتو مېز ته سره کیني.

د افغانانو خپل منځي خباې تېره اوونۍ د شنبې ورځ په ١٢مه نېټه د قطر په پلازمېنې دوحه کې د امریکايي او نورو بهرنیو استازو او چارواکو په حضور پیل شوې خو له څه باندې لسو ورځو وروسته لا هم د افغان حکومت او طالب لوري پلاوي سره خپل منځیو خبرو ته نه دي ناست شوي، لا هم ځیني اختلافي مسایل شته چې د دواړو لوریو خپل منځي ناستو د پیل په لار کې خنډ دي.

د افغان حکومت او طالب لوري دواړه پلاوي د سولې خبرو ته هیله مندي ښیي او ټینګار کوي چې د سولې لپاره په پاک نیت راغلي خو دا نیتونه به یې د افغانانو د خپل منځي خبرو د مثبتو یا منفي پایلو نه وروسته ښکاره شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.