مصري عالمانو په کور د لمانځه کولو فتوا ورکړه

خبریال ډاټ کام/د مصر د الازهر دیني عالمانو خپلو هېوادوالو ته ویلي چې د کورونا ویروس د مخنیوي په پار د جمعې لمونځ او نور لمنځونه دې په کورونه کې وکړي څو د ویروس له مخنیوي سره مرسته وکړي.

د الازهر دیني عالمانو په داسې وخت کې دا فتوا صادروي چې کورونا ویروس د نړۍ هر ګوټ ته ورسېد. دوی وایي چې د خلکو د ژوند ژغورنې لپاره له جوماعت پرته په کور د لمانځه کول جایز دي. د الازهر څخه په خپاره شوي بیان کې ویل شوي؛ دا ویروس چې په آسانۍ او چټکۍ د سرایت او لېږدېدو وړ دی، نو دا فتوا د اسلامي شریعت او دیني ارزښتونو سره سمه ده، څو وکولی شو شته خطرونه له منځه یوسو.

په فتوا کې وړاندې راغلي چې خلک دې د جمعې د لمانځه پر ځای په کور او یا داسې ځای کې د ماسپښین لمونځ ادا کړي چې ډېره ګڼه ګوڼه و نه لري. تر دې وړاندې حرمین او شریفین هم د حاجیانو پر مخ تړل شوی ؤ څو وکولی شي له کورونا ویروس څخه سعودي ته د ورتګ او یا په لویه کچه هېوادونو ته کورونا ویروس خپور نه شي.

په نړۍ کې د کورونا ویروس لا هم په خورا چټکۍ سره د خپرېدو په حال کې دی. په سیمه کې له ایران او چین وروسته اوس په پاکستان کې هم د کورونا ویروس د ډېرېدو په حال کې دی. تېره ورځ یوازې ۹۶ پېښې ثبت شوې وې، خو د یوې شپې په تېرېدو سره نن دا شمېر ۱۸۱ ته رسېدلی دی. ویل کېږي د دې ټولو پېښو څخه ۱۵۰ یې یوازې په سیند ایالت کې ثبت شوې دي.

په ایران کې بیا د کورونا د قربانیانو شمېر تر ۷۰۰ هم واوښت. دا په داسې حال کې ده چې نړیوالو د دغه ویروس د خپرېدو لپاره خپلو ملتونو ته خورا زیات احتیاطي تدابیر نیولي دي. افغانستان کې هم دغې ویروس د خلکو اندېښنې را پارولې دي او په بازار کې د خوراکي او ارتزاقي موادو بیې هم په خورا چټکۍ لوړې شوې دي.

تېره ورځ د کابل امنیه قومندانۍ او ښاروالۍ په ګډه د ځینو لویو مغازو هټیوال نغدي جریمه او هټۍ یې ور بندې کړې وې. دوی د احتکار په تور له یادې شوې سزا سره مخ شوي وو. ویل کېږي ټول هغه بندرونه خلاص دي چې هېواد ته خوراکي او نور ارتزاقي مواد پرې را واردېږي.

کورونا ویروس ټوله اسلامي او کفري نړۍ ګواښلې ده. له سعودي او مصر سربېره پاکستان هم وړمه ورځ خپلو هېوادوالو ته وویل چې د کورونا د مخنیوي په خاطر کې جوماعتونو ته تګ محدود کړي او که ځي هم، باید خپلې حفظ الصحې ته جدي پاملرنه وکړي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More