پاکستاني سياستوال يو ځل بيا د پوځ پر ضد يو شوي

خبريال ويبپاڼه/له هغه ورو سته د پاکستاني پوځ او سياستوالو تر منځ سختي ناندرۍ رامنځته شوې چې د پاکستان په پلازمينه اسلام اباد کې ګڼو ګوندونو ټول ګونديزه غونډه تر سره کړه او د پوځ خلاف يې سختي څرګندوني وکړي.
په دغه غونډه کې د ملسم ليګ (ن) ګوند د مشر نواز شريف او ملا فضل الرحمن په ګډون د ګڼو ګوندو مشرانو پر پاکستاني پوځ سختي نيوکې وکړې.
د ګوندو مشرانو د پاکستان پوځ زور زياتي او استبداد تورن کړ او ويې ويلي چې د پاکستان ملکي حکومت هيڅ واک او صلاحيت نه لري بلکي د پوځ تر لاس لاندي ګمزوری حکومت دی.

له دې نيوکو وروسته د پوځ او سياستوالو ترمنځ سختي ناندرۍ رامنځته شوې.
په دې اړه په پاکستان کې حکومتي او اپوزیسیون ډلو د پخواني لومړي وزیر نواز شریف د پوځي ضد بیاناتو په پایله کې د یو بل پر ضد لاریون وکړ.

شاهد خاقان عباسي چې د پاکستان پخوانی لومړی وزیر او د اپوزیسیون مسلم لیګ (ن) غړی دی ، وویل چې هغه باور لري د ټول ګوندیزې غونډې وروسته به د اپوزیسیون مشران د احتساب ادارې دفترونو څخه لیدنه وکړي او د احتساب په محکمو کې به ودریږي. وي.

خو بل پلو بيا د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن نن یوې خبري غونډې ته وویل چې که د پاکستان پوځ په سیاست کې مداخله کوي نو دوی به حتمن د پوځ په وړاندې دريځي او انتقاد به يري کوي.
فضل الرحمن په داسي حال کې د پوځ پر ضد دا څرګندونې کوي چې په ورته وخت کې د پښور د حساب ورکونې ادارې هغه د اداري فساد د تورونو په تور د تحقیقاتو لپاره غوښتی دی.

دد يادولو وړ ده چې په دې ورستو کې د پاکستان پارلمان چې اکثريت پکې د تريک انصاف ګوند ( د پاکستاني پوځ خواخوږي) غړي شتون لري تازه يوه داسي قانوني مسوده وړاندي کړي چې له مخي يې هغه څوک جرمانه کيږي د پاکستان پر پوځ نيوکې کوي او يا په دغه ملنډي وهل قانوني جرم بلل شوی دی.

د نوي ناندريز قانون سزا

په دغه مسوده کې راغلي هغه څوک چې د پاکستان پر پوځ ملنډي وهي د پاکستان حيثيت ته تاوران رسوي او که څوک په دغه کار باندي ونيول شو ۲ کاله حبس چې په زندان کې به يې تيروي او ۵ لکه پاکستانۍ کلداري نغدي جرمانه کيږي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

escort maltepe escort pendik escort mersin porno izle porno seks hikayeleri mersin escort bayan escort bodrum