The news is by your side.

د يوې بېوزلي مور څلور واړه زامن شهيدان شول

خبريال ويبپاڼه /په افغانستان کې رواني شل کني جکړي نه يوازي دا چې دا مور يې بې خپلو څلور واړه رامنو کړه بلکي په زرګونو داسي ميندي پلرونه شته چې ټول زامن يې د جکړي بلا خوړي دي. داسي ميندي چې يو زوی يې په ملي پوځ او بل يې پخ طالبانو کې شهيد شوی او دواړه يې هم په يوه ورځ ورته رواړي دي.

په افغانستان کې رواني جکړي لوی انساني ناروين رامنځته کړی دی دلته هره ورځ په سل ګونو افغانان شهيد ، زخمي ، او معيوبه کيږي.

په افغانستان کې داسي يو قيامت، يو ناورين خپور دی چې شايد د نوري نړۍ خلک يې تصور هم ونه کړي. ځکه باور به را نه شي چې پرون تيره ورځ په ارزګان، بلخ، بامیان، پروان، کاپیسا ،میدان وردک، کندز او تخار ولایتونو کې ۱۵۰ تنه امنیتی سرتیرو ته او ۷۰ تنه طالب وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتی وه.
دا خو يوازي د همدي څو ولايتونو د مرګونو شمير دی زخمي ، بې کوره او هغه خلک خو پر ځای پذيږده چې کورنه، مالونه او کروندي يې هره ورځ د جنګ په لمبو کې سوځي.

په افغانستان کې داسي بد مرغه جکړه روانه ده چې همدا اوس اوس هم د کنددوز په ښار او ولسواليو جنګ روان دی دا يوازي کندوز نه دی چې د جنګ له لاسه چا خوب نه دی کړی، بلکي د افغانستان په ۲۹ ولايتونو کې سخته جکړه روانه ده، همدا اوس د غزني په ډير سيمو د کندهار په ډيرو ولسواليو ، هلمند ، نيمرزو ، پکتيکا ، پکتيا او ګڼو نورو ولايتونو کې همدا شيبه چې جګړه روانه ده ، افغانان پکې شهيدانيږي ، زخمي کيږي، بې کوره او زرګونو نورو بدبختيو اخته کيږي.

د جکړي ټول زيان عام ولس ګالي ، سرتيري يې ګالي ، همدا سرتيري دي چې په ډير صادقانه ډول په لوږه او تنده کې د يوه بې رحمه او بزل دوښمن سره په جنګ لګيا دي . شپه او ورځ ددې خاوري په سانته بوخت دي ، خپل سرونه ، خپلي ويني ترې قربانوي وي.

بايد وويل شي چې د طالب په لښکر کې هم همدا بې وزله افغانان دي هغوي نه دي خبر چې مشرانو يې له چا او په څه ډول د دوی او افغانستان په سر سودا کړي ده. دغه طالب جنګيالي نه ده خبر چې څنګه يې مشرانو په يوه رڼده عقيده غلط کړي. دغه طالب جنګيالي په دې نه پوهيږي چې ولي مې خپل شرين ورور ووژنم ، ولي خپل مور ، خور کونډه کړم ولي خپل زوی ، وراره او ورور يتيم کړم.
ولي جنګ وکړم، ولي جکړه وکړه ولي ولي اخير تر څو به همدا جنګونه کوو ،و همدا د پرديو لپاره جهادونوکووو.

ولي؟ دا جنګ دا جکړه ، دا جهاد يوازي د افغانانو په برخه رسيدلی يوازي همدا افغانانو د جهاد ټيکه وهلي که په نړۍ کې نور څوک هم شته.

يوه هيله چې ټول ولس يې د دواړو غاړو له خوواا څخه غواړي همدا ده چې نور دې پر افغانانو رحم وکړي، جنګ دي بس کړي ، دا روانه وروژنه دي بس کړي.
بس دی! بس! نور افغانان هم د ښه ژوند کولو حق لري ، حق لري چې ښه ارام او هوسا ژوند وکړي ، حق لري چې په ارام په خپل کور کې له خپلوانو سره کيني ، خوب وکړي، او کار او ژوند وکړي.

افغان ماشومان هم حق لري لري ښوونځی ووايې، تعلم وکړي ، ښه او رام ژوند ولري.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.