The news is by your side.

فرهاد دريا: اې کاش چې زما کليزه د سولي پيلامه شي

خبريال ويبپاڼه/د افغانستان وتلي سندغاړي فرهاد دريا تير ماښام نا وخته د خپلي کليزي په مناست په خپل فسبوک پانه ليکلي (څومره به ښه واي چې زما د کليزي له برکته سږ کال سوله راشي)

ښاغلي دريا وړاندي ليکي ((نن ورځ زه تر ټولو ورځ ځوان يم.
تاسو زما لپاره کومه ډالۍ لرې؟)

ښاغلی زياتوي (( نن زما زوکړه ده. دا مهمه نه ده چې موږ څومره کلونه ژوند کوو – ځکه چې د ژوند ارزښت د عمر د څو کلونو پراساس نه دي ، مګر په هغه شیبو کې چې موږ کوم څه نور او نړۍ ته ورکوو او يا د چا لاسنوی کوو همغه ژوند دی.

زه نېکمرغه یم چې ما او کورنۍ مې بې ځایه ژوند نه دی تير کړی بلکي د هنر او موسقۍ په خدمت کې مو. تير کړی، زه خوشاله او شکر ادا کوم چې روغ رمټ يم ، زما کورنۍ ، ميرمن او اولادنه مې په امنیت دي ، او له خدای ج څخع غواړم چې موږ ټولو ته په افغانستان کې د سولې ديدار رانصيب کړي. تر څو ټول افغانان هوسا، ارام ژوند ورکړي.

فرهاد دريا ليکي چې دا به څومره ښکلې ډالۍ وای چې زما د زوکړې په ورځ سولې شتون درلودای.

د فرهاد دريا له کليزي دخبر له خپريدا ورسته ګڼو افغانان هم د هغه پر فوسټ تبصري کړي.

ډيرو فرهاد دريا د افغانستان نامتو هنرمند بللی او.د خدای ج له دربار څخه يې ورته د اوږد عمر دعا کړي.
ځينو نور بيا د کليزي د مبارکۍ تر څنګ له ښاغلي دريا څخه غوښتلي چې خپل هنر لا وځلوي او په دې برخه کې نور ځوانان هم ورزي تر څو ددې په پله روان شي.

بايد وويل شي چې فرهاد دريا د افغانستان له هغو سندغاړو څخه ده چې په پښتو او دري سندري وايې.

د فرهاد دريا هره سندره بيخي بيله او په ځانګړي سبک ويل شوي ده په تيره بيا دا څو وروستۍ سندري خو بيخي بې جوړي او په جلا انداز سره ويل شوي دي.

د ښاغلي دريا ترټولو مشهور سندره اوغايتا يې غايتا ده چې ګڼ مينوال لري.

هيره دي نه وي چې ښاغلي فرهاد په خپلو خبرو کې ويلي چې دی د شعر په انتخاب کې ډير دققت کوي او کله چې شعر انتخاب کړي له هغه ورسته ډير تمرين او رياضت پري کوي کله جې يې ښه پري ملسط او حاک شو له هغه ورسته يې کمپوز او سندره کوي.

فرهاد دريا نه يوازي دا چې سندري وايې بلکي ډيری وخت په ټولنيزو کارونو او ځينو تلويزوني خپرونو کې هم برحه اخلي اږ ددې تر څنګ په ټوليزو رسنيو کې هم ډير فعال دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.