The news is by your side.

د کرکيټ پر سر شخړي د يوه ځوان ژوند واخيست

خبريال ويبپاڼه / پرون سه شنبه د ننګراهار ولايت په روداتو ولسوالۍ کې د دوو لوبډلو تر منځ د لوبي په سره شخړه رامنځته شوه چې په پايله کي يوه لوبغاړی په ډزو وويشتل او شهيد کړای شو.

د مرکيټ د لوبي پر سر شخړه د ننګرهار ولايت روداتو ولسوالۍ په شيخ احمد کلي کې د کرکټ دوو کليوالي لوبډلو ترمنځ رامنځته شوه، چې له امله يې يو تن لړبغاړی د کلاشنکوف په ډزو سره شهيد کړای شو.

د ورداتو ولسوالۍ مسئولين وايي، چې د حسبان الله په نوم د کرکټ يو ټيم غړي د بل ټيم لوبغاړی ذبيح الله وژلی او له سيمې څخه تښتيدلی دی.
پولیس سيمې ته رسيدلي، ترڅو پېښه وڅيړي، مجرم تثبيت او د قانون منګولو ته يې وسپاري.

بايد وويل شي چې دا يوازي ننګرهار نه دی چې د کرکيټ پر شخړه ان د يو ځوان په مرګ تماميږي بلکي ډيری وخت دافغانستان په ډيرو ولايتونو کې ورته شخړي رمنځته شوي ډيری وخت ان د قومونو سطحې ته دغه لانجي رسيدلي دي.

هيره دي نه وي چې د تير لوی اختر په دريمه د پکتيکا مرکز ښرني ته څيرمه هم په يوه کلي کې د دوو لوبډلو ترمنځ سخته شخړه رامځنه شوه چې بيا وروسته د پوليس له لوري خلاص او ځيني لوبغاړو ته سزا هم ورکول شوه.

په لوبه کې ولي شخړه رامنځته کيږي؟

اوس پوښتنه دا ده چې ولي په کرکيټ شجړي رامنځته کيږي علت يې څه ده؟
څه بايد وکړو چې په راتلونکي کې له ډول پښمو څخه لوبغاړي خلاصون ومومي.
پع اړه د کورني کرکيټ يو تن فعال لوبغاړی اوکرکيټر هاروان شا ووايې چې په کليوالي لوبه د کې د شخړي لوی د لوبي او کرکيټ د قوانينو نه شتون دی.
ښاغلی هاروان زياتوي چې په کليوالي سميو کې د هر ټورنمينټ جوړونکي په خپله خوښه ځان او لوبډلو ته قوانين ټاکي چې بيا وروسته د لوبډلو ترمنځ د شجړو لامل کيږي.
د هارون شاه په وينا د شخړو بل لامل د نظم او امنيت نه شتون هم دی ځکه دی وايې چې په هره سيمه کې چې لوبي او ټورنمينټ تر سره کيږي بايد همغي سيمې ځايې چاوراکي په جريان کې واچول شي.
د هغه په خبره که دا کار وشي لوبغاړي زړه نه شي کولای د پوليسو او امنتي کسانو په شتون کې شخړه وکړي اويا غيري قانوني کړني تر سره کړي.

هارون شاه زياتوي چې د دا ډول شخړو د مخنوي ښه لار دا ده چې تر هغو ټورنمينټ ته اجازه ورنه کړل شي چې تر څو د کرکيټ شته قوانين په ځان او لوبډلو عملي نه کړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.