د انګور اډي لار بيا پرانستل کيږي

خبريال ويبپاڼه /د پاکستان حکومت اعلان وکړ چې له افغان حکومت سره د يوې ګډي هوګړي په ترڅ کې د انګور اډي مهيمه او ترانزيټي لار خلاصوي.

پاکستان اعلان کړی چې سویلي وزیرستان ته به د افغانستان او پاکستان تر منځ لاره نن پرانیستل شي
پاکستان اعلان کړی چې د افغانستان او پاکستان تر منځ دغه لار د دواړه هيوادونو لپاره ډير لوی اقتصادي ارزښت لري.

افغاني چارواکو ویلي چې پاکستان د انګور اډي د لاري د بیا خلاصولو لپاره اړین ګامونه اخیستي دي.

د انګور اډي لاره د افغانستان او پاکستان ترمنځ یوه مهمه تجارتي لاره ده چې جنوبي وزیرستان د پکتیا ولایت سره وصلوي.
دغه لار د میاشتو راهیسې د دواړو هیوادونو تر مینځ دسوداګرو پر مخ تړل شوې وه.

خو دا دی يو ځل بيا دغه لار د سوداګړو پر مخ خلاصيږي چې د کرښي دواړه غاړو افغانانو د کاري فرست سربيره به د هغوی د ژوند لپاره خورا ارزښت لري.

د يادونې وړ ده چې د پاکستان حکومت ډيری وخت دغه لاري د يوه فشار د الي په توګه کاروي کله چې يې هم زړه بندوي يې.

بايد وويل شي چې ددانګور اډي مهيمه ترازيټي لار په داسي حال کې خلاصيږي چې تيره اونۍ د پاکستان د بلوچستان ايالت چارواکو هم اعلان وکړ چې د زابل ولايت د شملزو او باديني لار خلاصوي.

د افغانستان او پاکستان تر منځ يوه بله لار د سوداګرو پر مخ پرانستل شوه او د دواوړ هيوادو ځايې چارواکو ويلي چې د کرښي هغې غاړي بلوجستان ايالت باديني لار خلاصه او په دلته يې د سوداګرو لپاره يو سوداګريز ترمينل هم جوړ کړی دی.

د بلوجستات ايالت اعالي وزير جام کمال په باديني کې د سوداګريز ترمنيل پرانست غونډي ته په خپلو خبرو کې وويل چې له دغه سوداګريز ترمنيل څخه به نه يوازي د هيوادونو په سطحه سوداګرو ته ګټه ورسوي بلکي کرښي دواړو غاړو افغانانو ته به هم يو ښه کاري فرست برابر شي.
ښاغلي جام کمال زياته کړه چې د بلوچستان حکومت کوښښ کوي د بلوچستان ايالت د سوداګرو او افغان سوداګرو تر منځ اړيکي پراخې او د داوړو غاړو سوداګر نورې پانګې اچونې ته وهڅوي.

د بلوچستان ايالت د سوداګرو اتحاديې مرستيال اختر کاکړ مشال راډيو ته وويل چې د پاکستان مرکزي حکومت او د بلوچستان ايالتي حکومت بايد ددې لارې سربيره نورې لارې هم د سوداګرو پر مخ پرانيزي. ځکه اختر کاکړ وايې چې يوازې بلوچستان کې څو سوداګريزي لاري شتون لري چې له هغې ډلي يې توبه اڅکزۍ، ګلیستان ، او دالبيندين هغه باري دي که پرانستل شي د کرښي دواړو غاړو افغانانو سربيره به يې د پاکستان او افغانستان سوداګرو ته ډيره ګټه ورسيږي.

بايد وويل شي چې د بلوچستان بادينی د زابل ولايت له شملزو ولسوالي نيښتي سيمه ده چې يوې خوا ته يې پوڅان او زابل لوري ته د پښتانه قومونه ميشت دي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More