The news is by your side.

په يوه مياشت کې تر ۸۰ زره زيات کډوال بيرته وطن ته راغلي

خبريال ويبپاڼه /يوازي په يوه مياشت کې تر ۸۰ زره زيات افغانان له ايران هيواد څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.
يوازي د تيري سنلبي مياشتي په ترڅ کې له ايران هيواد څخه زور او دواطلبانه ډول ۸۱ زره ۵۶۶ سوه کسان افغانستان ته راستانه شوي دي.

د ګډوالو او بيا راستانه کيدونکو چارو وزارت چاړرکي وايې وايې چې يوازي ۳۱ زره او ۹۹۹ تنه د نيمروز له مليليک بندر له لاري افغانستان ته را ستانه شوي دي. او څه کم ۵۰ زره او ۲۲۷ تنه د هرات د اسلام قلعه له بندر څخه چې په ټوليز ډول ۳۹ زره او ۴۹۶ تنه د ايرانه چارواکو له خوا او زور او جبر راستانه شوي او ۴۱۰۶۸ تنه په خپله غوښه او دواطلبانه ډول افغانستان ته راستانه شوي.

بايد وويل شي په هغه ۳۹ زره افغانانو کې چې د ايراني چارواکو له خوا په زور را ايستل شوي ۵۸ تنه يې په ايران کې د اوسيدو قانوني اسناد هم لري چې ددې اسناد برسيره بيا هن ايراني چارواکو دوی له ايران څخه په زور شړلي دي.

د نميزوز چارواکي وايې چې له ايران څخه دې ولايت ۳۱ زره اففانان له ايران څخه را کډوال شوي دي دا په داسي حال کې چې د چارواکو په وينا دوی يولزي د ۲ زرړ کسانو لپاره چمتوالی لري.
بايد وويل شي چې د رړان کال په جريان کې د راستانه شوو کډوالو شمير ۵۰۰ سوه زرو ته رسيږي چې د نور ټولو کلونو په پرتله تر ټولو زيات شمير دی چې په يوه کال کې افغانستان ته راستنيږي.

افغانستان ته په دومره پراخه پيمانه د ګډوالو راستانيدل هم چاورکي او هم عام افغانان انديښمن کړي دي.

له ايران څخه راستون شوي يو کډوال زلمی خروټی وايې چې دی د ايران په اصفهان ښار کېـد پوليسو له خوا ونيول شو چې له وهلو او ډبولو وروسته نميروز ته راوليږل شو.

ښاغلی زلمی خروټی زياتوي چې له دغه څخه هر څه په ايران کې پاتي شوو. زلنی وايې چې ده ۵ مياشتي مزدوري کړي همغه تنخوا او يو څه نوري چې هلته يې ګټلي وي پاته شوي دی هک حيران دی چې اوس څه وکړي. دلته نه کار نشته نه حکومت کومه مرسته راسره کړي ده.

د کندوز ولايت خان اباد ولسوالۍ اوسيدونکی يو کډوال شفيق چې له خپلي کورنۍ سره يو ځای له ايران هيواد څخه راغلی وايې چې هلته ښه کار يې کول د ماښومانو لپاره يې څه ناڅه پيدا کول چې دهغوی ګوزاره پري وشي.

شفيق زياتوي چې ژوند يې له ډير سخت حالت سره مخ دی ، دی زياتوي چې نه کار نشته نه کوم بل داسي مصروفيت شته چې دوی له دې لاري خپلي کورنۍ ته څه واخلي.

بايد وويل شي چې کډوال په داسي حال افغانستان ته راستنيږي چې افغانستان د کرونا ويروس سخت ځپلی دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance