The news is by your side.

د سږني د کانکور اول نمره څوک دی؟

خبريال ويبپاڼه /نن د ميزان ۳ دريمه د ټول افغانستان په کچه هغو زده کوونکو د پايلي او نتجي ورځ ده چې د تير ۱۲ کاله د ښوونې او تعلم پايلې ته بې صبرانه شيبه شېبي شماري.

له هغه وروسته چې د لوړو زده کړو وزارت اعلان وکړ چې نن سهار د ميزان په ۳ له ملي تلويزون څخه په ژوندۍ بڼه د کانکور پايلي اعلانوي. د ټولو زړه کوونکو په زړنو کې درزا پيل شوه هر يو په دې سوچ او فکر دی چې څومره نمبري به وړي ، ايا کامياب به وي کنه؟

بايد وويل شي چې مخکي له مخکي د لوړو زده کړو وزارت اعلان وکړ چې د سږني ۱۳۹۹ کال د کانکور عمومي اول نمره د کابل ولايت څخه يوه انجلۍ شمسيه ده چې په ۳۵۳ لوړو نمرو د کابل ولايت د طب پوهنځۍ ته کاميابه شوي ده.

هغه څوک چې نن يې د خپل زحمت پايله وليدله يوازي شمسيه نه ده چې پر خپل تر لاسه کړي وياړ افختار کوي، وياړي بلکي په دې سربيره د شمسې ټوله کورنۍ وياړي ، خوشاله دي چې د شمسيې په څير د کورني يو داسي غوره څوک لري چې په ټول افغانستان کې اول نمره راځي د ټول افغانستان په سطحه يوازيني شاکرده ده چې له ۳۶۰ نمرو څخه ۳۵۳ نمري وړي.
په هسکه غاړه او وياړ د د کابل ولايت تر ټولو معتبر پوهنتون طب پوهنځي ته کاميابه شوي ده.

بايد وويل شي چې د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت د کانکور کمېټې د کانکور پایلې اعلان کړې.
شمسیه د کابل ولایت ترټولو غوره نمره اخیستونکې ده.
نعمت الله د کابل ولایت څخه دویم راغلی.
محمد مجتبی د کابل ولایت څخه دریم ځای لری.
توریالی څلورم د میدان وردګو ولایت څخه دی.
احمد فواد د کابل ولایت څخه پنځم ځای.
د غور ولایت څخه زین العابدین په شپږم نمبر راغلی.
احمد وثیق د کابل ولایت څخه اووم دی.
د اتم ټولګي نجلۍ نشا نومیده.
وثیق د غور ولایت نهم مقام ترلاسه کړ.

 

هيره دې نه وي چې د سږني کانکور ټولي پايلي لا نه دي اعلان شويد لووړو زده کړو وزات اعلان کړی چې د نن ورځي تر ورستيو به دغه پايلي اعلان شي.

د ټول افغانستان په سطحه زده کوونکي په ډير بې صبرانه ډول د کانکور پايلو ته شيبي شماري. ټړل ديته په تمه دي څنګه ، کوم ، په څومره به کامياب يا ناکام ميږي.

خو د يادولو وړ ده چې د تيرو کلونو په پرتله د اوسنی کانکور ډير شفاف او په عادلانه بڼه تر سره شو. چې ټول زده کوونکي لومړی بايومتريک او بر رسي شول.
په سږني کانکور يو نوی نوښت دا وو چې ډيری محصلينو په انلاين بڼه هم ثبت نام کولای شو.

د يادولو وړ ده چې سږنی د ۱۳۹۹ کال کانکور په داسي حال کې تر سره شو چئ نړي او افعانستان د کرونا له سخت حالت سره مخ وو. تر دريو مياشتو په افغانستان کې ټول تعلمي ادراي تړل شوي وي. او په داسي حال کې تر سره شو چې د ۱۲ ټولکي تر فراغت مخکي د کانکور امتحان واخيستل شو. چې تر اوسه لا د دولسم ټولګي درس نه دی خلاص شوی.

د تير کال کانکور امتحانونه به داسي وو چې هر کله به د دولسم ټولکي له امتحان وروسته د کانکور امتحان وو.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.