The news is by your side.

روزګان کې د لیزري قطعي قومندان طالبانو سره جګړه کې شهید شوی

 

خبریال وېب پاڼه/ د روزګان ولایت دهراوت ولسوالۍ باندې وسله والو طالبانو درانه بریدونه کړي دي.

د روزګان ولایت د دهراوت ولسوالۍ ولسوال جلال الدین ودان وایي، طالبانو تېره شپه د دهراوت ولسوالۍ په بازار او لونډیانې سیمې په امنیتي پوستو ډله اییز بریدونه وکړل چې تر ننه یې جګړه روانه ده.

ښاغلي ودان وویل، چې په جګړه کې تر دې مهاله د پولیسو لیزري قطعې قومندان بریالي دفاعي او دوه تنه سرتېري شهیدان شوي دي، خو وسله والو طالبانو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمېره یې معلومه نه ده.

د دهراوت ولسوال اندېښنه ښیي، که بېړنۍ مرستې را ونه رسیږي، دهروات ولسوالۍ به هم د ګېزاب ولسوالۍ په څېر له امنیتي ستونزو سره مخ شي او امنیتي ځواکونو ته به درنې مرګ ژوبلې واوړي.

ویل کیږي لونډیانۍ سیمه د طالبانو په ولکه کې ده، د دهراوت ولسوالۍ د لونډیانۍ سیمې په لسګونه کورنۍ د مېنو پرېښودو ته اړې شوي دي، او طالبان د یادې ولسوالۍ بازار ته هم نږدې شوي دي.

په هم مهاله توګه له دې وړاندې په ګیزاب ولسوالۍ هم د طالبانو له لوري درانه بریدونه وشول او امنیتي ځواکونو ته درانه تلفات واوښتل.

دا په داسې حال کې ده چې طالب مشران په قطر کې د افغان حکومت له مرکچي پلاوي سره د خپل منځي خبرو پیلولو ته په چمتووالي بوخت دي او په افغانستان کې د دې ډلې له لوري جګړه نوره هم سخته شوې او د مراکتو په درشل کې یې د افغانستان په ټولو ولایتونو کې درانه بریدونه کړي دي او درنا مرګ ژوبله هم ور اوښتې.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance