زما کابل خو داسې ‌نه وو! نجیبه فیض

خبریال وېبپاڼه – له څو ورځو په دې هڅه کې یم چې په افغانستان کې د ښځو سره د وروستي ‌تاوتریخوالي په تړاو لیک وکړم؛‌ له بده مرغه پېښې دومره ډېرې دي چې زه یې په یوه لیکنه کې نه شم را غونډولای.

زه نه پوهېږم زه په کابل کې د هغو دوو نجونو وهلو ټکولو ته تاوتریخوالی ووایم چې د پولیسو په وړاندې یې د دې ټولنې یو جاهل په عام بازار کې وهي‌ او نور شا وخوا ولاړ نارینه رډې سترګې ورته ګوري ، او که په قطر کې بې عاطفې ناستې د هغې مېرمنې (فوزیه کوفي) نظر ته تاوتریخوالی ووایم چې له ښځو سره دا شوی ظلم توشېح کوي .‌

د انسان سر وڅرخېږي چې د دې هیواد د ځینو مشرانو له خولې ځیني داسي ‌خبرې واورې چې کله هم د یوه کشر نه هم د داسې خبرو تمه نه وي شوني.

کابل د تاوتریخوالي په مرکز اوښتی او بیا هم افسوس چې تاوتریخوالي‌ ته له هم دې پلازمېني کې لمن وهل کیږي.

د سولې ‌په غونډه کې مې د جګړې د تازه کولو یا جګړې ته د بل رنګ ورکولو داسې خبرې واورېدې چې تر بل هر فرد د دې هیواد ښځینه ټبر ته لوی زیان اړوي؛ ځکه دا بدمرغه جګړه د ښځو ځوانان زامن اخلي بوره وي یې؛ د ښځو نه مېړونه اخلي کونډیانه وي یې؛‌ له ښځو وروڼه اخلي ‌وراره وي یې؛ او له نجونو پلرونه اخلي او یتیمانوي یې .‌

دا بدمرغه جنګ کې چې یو افغان په شهادت رسیږي په اوسط ډول یې مخامخ زیان (۴) ښځو ته رسېږي.‌ د دې جنګ پایله دا ده چې نن پر سړکونو باندې ښځې په عام مضحر کې وهل کیږي.‌

د سولي غونډې ته د سولې په پلمه د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش د سدوزیو او محمدزیو درنو قومونو ته سپکاوی کوي او د دې هیواد اتلانو ته خدای مه کړه اتلان نه وايي.‌

وه دانش صیب تخلص خو دې پر ځان دانش ایښی خو داسيې له دانشه لیري خبرې ولې کوې چې په دې هیواد کې د یوې بلې جګړې اور ته لمن وهې؟‌

دانشه! زه څه وخت وړاندې بامیانو ته تللې وم، ستا قوم (هزاره) هغه پخوانی او نا لوستی هزاره نه دی چې ستا په څو خبرو دې بیا ټوپک ته لاس کړي او جنګ دي پیل کړي؛.

دانش صیب ته او پر تا را څرخېدلې کړۍ یا هغه تا ته هدایت درکونکي باید پوهه شي چې په پښتنو کې هم دا شعور شته چې ستا په خبرو ټول هزاره قوم نه ملامتوي، ځکه موږ پوهېږو چې که د دې خاورې هر وګړی مري د هغه د مرګ زمه واره به جګړه غوښتونکي وي.‌

فوزیه کوفي جانې! د ښځو په نمایندګۍ له طالبانو سره د خبرو مېز ته ناسته یې؛ په موټر کې دننه ډزو ته د طالبانو د برید بڼه ورکوې؛ خو بیا هم د یوه ټوپک سالار په څېر د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی توشیح کوې او وایې چې « افغانستان کې جګړه ده نو دا کار شونی وو.»

کوفي خور ته پوهېږې چې ستاسو دا خبره پر ښځو تاوتریخوالي ته لار هواره وي، دلته به نورې هم ښځې ورټل شي‌ځکه تاسو جواز ورته ورکوئ.‌

دا د سیلانیانو ښار، دا د سکون،‌ نزاکت، میني او عزت ښار د جګړې او له ښځو سره د تاوتریخوالي په ښار مه بدلوئ؛ هغه کسانو ته سخته جزا ورکړئ چې له ښځو یا د دې وطن له هر وګړي سره تاوتریخوالی کوي.‌

لیکواله:‌نجیبه فیض

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More