The news is by your side.

خلیلزاد: سولې خبرو کې د بریا تضمین نشته، ښکېلې غاړې بې باوره دي

خبریال وېب پاڼه/ د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په تازه څرګندونو کې ویلي، چې د افغانانو خپل منځي خبرو کې د بریا هېڅ تضمین نشته ځکه د ښکېلو غاړو تر منځ بې باوري او خفګان زیات دی.

خلیلزاد له دواړو غاړو وغوښتل چې تاوتریخوالی او جګړه را کمه کړي، یوازې همدا اقدام به یې وکولی شي خپل منځي مذاکرات اسانه او لاره ورته هواره کړي.

زلمي خلیلزاد دا راز اندېښنه وښوده چې یو شمېر ورانکارې کړۍ نه غواړې د سولې پروسه بریالۍ شي، نوموړی زیاتوي چې دا کړۍ د افغانستان په جګړه او د افغانانو په وینو توېېدو کې ګټې ویني.

زلمي خلیلزاد د امریکا د سولې انسټیټیوټ ته په خبرو کې وویل چې له ایران پرته د سیمې او نړۍ زیات شمېر هېوادونو د افغان سولې ملاتړ کړی او دوحه کې د دواړو غاړو مرکچي پلاوو خپله نه غوښتل کوم بهرنی لوری یې په خبرو او بحث کې ور ګډ شي.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد دا راز څو ورځې وړاندې د امریکا کانګرس د ملي امنیت کمېټې ته ویلي وو، امریکا به هېڅکله اجازه ور نه کړي چې په افغانستان کې د ١٩٩٠مو کلونو وضعیت بیا تکرار شي.

خلیلزاد زیاته کړې وه، دا نور د افغانانو مسؤولیت دی چې په لاس راغلي سیاسي موقع نه سمه ګټنه واخلي او د هېواد برخلیک د سیاسي جوړ جاړي له لارې وټاکي.

زلمي خلیلزاد څو څو ځلې افغان حکومت او طالب لوریو ته په ټینګار ویلي چې په لاس راغلي سیاسي فرصت نه ګټنه واخلي او د افغانستان راتلونکی له دې لارې وټاکي، نوموړي پر دواړو لوریو غږ کړی شې اوربند دې وکړي او په ځانګړې توګه یې له طالبانو بار بار غوښتي چې تاوتریخوالی را کم کړي.

په ورته مهال د قطر په پلازمېنې دوحه کې د افغانانو د خپل منځي ناستې په موخه د افغان حکومت تللي پلاوي ویلي چې د کاري اصولو په ډېرو طرزالعملونو کار پای ته رسېدلی دی او د طرزالعملونو په وروستي کېدو به له طالب لوري سره د مذاکراتو مېز ته سره کیني.

د افغانانو خپل منځي خبرې د روانې زېږدیزې میاشتې د شنبې ورځ په ١٢مه نېټه د قطر په پلازمېنې دوحه کې د امریکايي او نورو بهرنیو استازو او چارواکو په حضور پیل شوې خو له څه باندې لسو ورځو وروسته لا هم د افغان حکومت او طالب لوري پلاوي سره خپل منځیو خبرو ته نه دي ناست شوي، لا هم ځیني اختلافي مسایل شته چې د دواړو لوریو خپل منځي ناستو د پیل په لار کې خنډ دي.

د افغان حکومت او طالب لوري دواړه پلاوي د سولې خبرو ته هیله مندي ښیي او ټینګار کوي چې د سولې لپاره په پاک نیت راغلي خو دا نیتونه به یې د افغانانو د خپل منځي خبرو د مثبتو یا منفي پایلو نه وروسته ښکاره شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.