The news is by your side.

هلمند: د کانونو غیر قانوني کېندنې نه طالبان ٢ میلیون ډالر لاسته راوړي

خبریال وېب پاڼه/ هلمند ولایت کې له کلونو کلونو راهیسې د غیر فني کسانو له لوري د کانونو کیندنه روانه ده چې ګټه یې مستقیماً پاکستان ته روانه ده او طالبان هم ترې دوه میلیونه ډالره ګټه لاسته راوړي.

د هلمند ولایتي شورا غړي وایي د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ته ٥٠٠ کیلو مټرۍ کې په خانشین ولسوالۍ کې ١٨٥ کیلو مټره په اوږدوالي د روخام ډبرو ستر کانونه شتون لري او په غیر قانوني توګه یې د غیر فني کسانو له لوري کېندنه روانه ده.

د هلمند ولایتي شورا وایي، د کانونو له کیندنې نه په لاسته راغلې ډبرې پاکستان ته په قاچاقي توګه ځي او له دې لارې راغلې پاکستانۍ پیسې بیا طالبان افغانستان کې پر نا امنۍ او جګړو مصرفوي.

د هلمند ولایت اوسېدونکي هم اندېښنه کوي چې د کانونو غیر قانوني کېندنه به لا نور ډېر کانونه تخریب کړي، له حکومت غواړي ژر تر ژره مسلکي کسان وګوماري او کانونو نه سمه ګټه واخلي.

هلمند ولایت کې نجاران او حجاریان هم وایي دوی ته د روخام ډبرې په خورا لوړه بیه تمامیږي ځکه له افغانستان نه پاکستان ته قاچاق کیږي.

دوی هم له حکومت غواړي چې د نجارۍ او حجارۍ فابریکې د کارونو چټک کېدلو لپاره دې د کانونو کېندنو کې سم او مسلکي کسان وګوماري.

د افغانستان په بدخشان ولایت کې هم کانونه په غیر قانوني توګه کېندل کیږي، بل لور په کونړ کې هم قیمتي ډبرې په غیر قانوني توګه کېندل کیږي او په سختو لارو پاکستان ته قاچاق کیږي.

د کانونو غیر فتني او غیر قانوني کېندنه د افغانستان په هغو سیمو کې زیاته ده چې د وسله والو طالبانو تر کنټرول لاندې دي او طالبان هم د دې له لارې په لاسته راغلې ګټه کې سهیم دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.