The news is by your side.

خلیلزاد د امریکا په غوښتنه ایران سره د افغان سولې لپاره خبرې کوي

خبریال وېب پاڼه/ د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی د امریکا حکومت په غوښتنه له ایراني چارواکو سره د افغان سولې لپاره خبرې کوي.

دا په داسې حال کې ده چې اوس مهال د امریکا او ایران حکومتونو تر منځ ناندرۍ او سیاسي کړکېچ اوج ته رسېدلی.

امریکا پر ایران له پخوا څو برابره بندیزونه ولګول او د دواړو هېوادونو تر منځ سیاسي کړکېچ د ایران د اټومي پروګرام له کبله را ولاړ شوی.

خلیلزاد تازه څرګندونو کې ویلي چې د ایران له حکومت پرته د سیمې او نړۍ ګڼو هېوادونو د افغان سولې له بهیر ملاتړ کړی.

د امریکا حکومت اقدام کړی چې د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمی خلیلزاد له ایران سره د افغان سولې پر سر خبرو لپاره بحث ته ولیږي او د افغان سولې پروسې لپاره د ایران دریځ معلوم کړي، خو ایران تر دې وړاندې هم ویلي وو چې له افغان سولې ملاتړ کوي. د یادونې وړ ده چې زملی خلیلزاد د افغان سولې بهیر د ملاتړ لپاره کله هم د ایران هېواد ته سفر نه دی.

د ایران او امریکا حکومتونو تر منځ کړکېچ دومره زیات شوی چې وخت نا وخت یو بل ته سپکې سپورې کوي او پر یو بل تورونه هم لګوي.

ایراني حکومت وړاندې ویلي وو چې امریکا افغانستان او نړۍ کې د جګړې او کړکېچ لامل دی او د افغانستان په جګړه کې یې ماته خوړلې، بل لور بیا څو ورځې وړاندې د امریکا ایران تورن کړ چې په سیمه کې ترهګرې ډلې روزي، تمویلوي یې او ملاتړ یې کوي.

تر دې وړاندې هم ایران بار بار په سیمه کې د ترهګرو پر تمویل او ملاتړ تورن شوی دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance