The news is by your side.

((که مرګ غواړى کندز ته لاړ شه))

خبریال وېب پاڼه/ رسنۍ ولى پټه خوله دي؟
حکومت ولى خپله کمزورى نه وايې؟
دکندز کابل په لويه لار د وينو او جسدونو بوى د سهار نسيم چوپ کړى.

زمونږ د لارى مسافر وژل کيږى.
کلونه کيږى دکندز کابل لار د کندز له دروازى شروع تر دوشى، خنجان پورې دطالبانو په لاس کې ده، په زرګونو ځوانانو سرونه وخوړل پدې لاره کې، طالبان چک پاينټ لرى ټيکس اخلى،تالاشى کوى د دولت کارکونکې، عسکر،تر پنځم بست عادى مامور لا وژنې.
” دملګرى له خولى کيسه درته کوم شنبى ورځ وه مونږ د کنډک چهار حمايه کابل کې دنده لرله، درى ملګرى وٶ؛ له کابله د کندز په لور مو حرکت وکړ، د بغلان جر خشک سيمه کې طالبان ولاړ وٶ کله چې ښکته کړو يو ملګرى مو وارخطا شو شايد مبايل کې تصويران وو نو وارخطا شو منډه يې کړه چى شا لخوا يې ټکونه پى وکړل ملګرى مو زخمى شو په زخمى حالت کې بيا ډزى وکړى پرى او شهيد يې کړ ورپسى يې زما بل ملګرى هم چې لا تالاشى يې هم نه وه کړى په سر يې وويشت دما بخت کار وکړ چى ويې نه پيژندم چې زه هم له دوى سره ملګرى يم نو ما پخپلو سترګو زما دوه ملګرى په وينو لړلى وليدل خو بې وسۍ مې خوله تړلى وه او له سترګو مې او ښکى نه راتلې( 1399/5/12)”

داسى پيښې هره ورځ کيږى.
موټروان کيسه چې په مياشت کې اته کسه له ما ښکته کړى چې له مرګ او ژوند څخه يې نه يم خبر.
د کندز کابل په لار کې لوى وحشت شروع ده او دا وحشت هغه وخت لا ډېر شوى چې بين الافغانې خبرې شروع دى.
مسافر مه وژنئ.

طالبه!! پدې مظلومو نور ظلم مه کوه په سنګر کې جنګيالې سره وجنګيږه ستا په جګړه فتوا نه کوم چې مشروع ده که غير مشروع، خو ته افغان يې، پښتون يې، او لوى شکر خو داده چې مسلمان يې، راڅه افغانېت وکړه، راځه پښتونواله راسره وکړه پښتانه د لارى مسافر نه وژنې؛ پښتانه مخامخ جنګيږى له هغه نارينه چې ماشومان او سياسري ورسره وي نه يې وژني؛  ته خو مسلمان يې او مسلمانانو خو د حضرت محمد ص، صحابوو، اسلامې خلافتونو کې هيڅکله غير حربى کس چې د جنګ په حال کې نه وي په لاره مسافر وى نه دي وژلي.

افغانې خبرې شروع دى جرګه د جنک د حل لاري لټوى دا جنګ به نن يا سبا ختميږى نو ولى پردي بچيان وژنئ؟
اى !! کشرانو جنګياليو مشران د خپل واک د اخيستلو او ساتلو لپاره تاسو په يو بل وژنئ.
طالبانو مشران هم پخپلو عسکرو رحم نه کوي، دحکومت مشران هم.

که حکومتې کارت درسره وي ځاى پر ځاى دى وژنئ؛ که ليږ په چا شکې شې نو ځان سره يې بيايې، د مرګ او ژوند خبر يې نه کيږي کلونه کيږي همدا وضيعيت شروع ده مرکزى حکومت نه پوهيږم کوڼ ده که ړوند که زمونږ بغارى نه اورى.
کندز ته تلل د مديترانې په سمندرکۍ د قاچاق تللو څخه سخت شوى.

د دولتې کارمندانو لپاره پل سراط څخه کم نه ده.
کندز لار امن نه ده!!

مسافر مه وژنئ !!

سليمان خيل

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.