The news is by your side.

پکتیکا: جګړه کې طالبانو نه پاکستانۍ او نورې مهمې وسلې ترلاسه شوي

خبریال وېب پاڼه/ د پکتیکا وازې خوا ولسوالۍ کې له افغان امنیتي ځواکونو سره په جګړه د طالیانو د مشهورو قومندانانو په ګډون لسګونه طالبان وژل شوي او ټپیان دي.

سلګونه طالبانو وړمه شپه د پکتیکا وازې خوا ولسوالۍ په مجرانې پوسته ډادله اییز برید وکړ.

ځایي سرچینو خبریال وېب پاڼې ته وویل، چې د امنیتي ځواکونو سره د مرستې لپاره مرستندویه ځواکونو پر طالبانو بمبار وکړو او د طالبانو جګړه پر شا وتمبوله.

سرچینه خبریال وېب پاڼې ته تاییدوي چې لسګونه طاابانو ته مرګ ژوبله واوښته او په زیات شمېر یې ټپیان شول په وژل شویو کې د طالبانو مهم او نفوذي قومندانان هم دي.

له طالبانو نه په جګړه کې سپکې او درنې وسلې افغان ځواکونو ته په لاس ورغلي، چې پاکستانۍ شل ډزې وسلې او نورې مهمې وسلې هم په کې شاملې دي.

طالبانو تر دې دمه د پکتیکا وازې خوا ولسوالۍ کې د دوی جنګیالیو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په تړاو رسنیو ته څه نه دي ویلي.

طالبانو د سولې د مذاکراتو په درشل کې د افغانستان په څه باندې ٢٥ ولایتونو درانه بریدونه کړي او لسګونه طالبان امنیتي ځواکونو سره په جګړه کې وژل شوي دي.

دا مهال په کندز، هلمند، پکتیکا، روزګان، لوګر، میدان وردګو او یو شمېر نورو ولایتونو کې سختې جګړې روانې دي.

قطر کې بین الافغاني مذاکراتو ته له ناستو طالبانو د افغان ولس، حکومت، امریکا او نړیوالې ټولنې غوښتنه ده چې اوربند وکړي او جګړه او تاوتریخوالی ودروي خو د طالبانو جګړه له دې غوښتنو سره سره هم لا زور اخلي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.