The news is by your side.

چین افغانستان ته کورونا ضد تجهیزات ورکوي

خبریال ډاټ کام/وروسته له هغه چې په افغانستان کې د کورونا مثبتې پېښې په ډېرېدو شوې، چین له دغه هېواد سره د کورونا ضد تجهیزیاتو د مرستې ټټر وواهه.

پرون دوشنبې له ولسمشر غني سره په کابل کې د چین سفیر د یوې لیدنې په ترڅ کې وویل چې د افغانستان له بهرنیو چارو وزارت سره یې د هغو روغتیایي توکو او تجهیزاتو پر لېست کار کړی دی چې د کورونا پر وړاندې د مبارزې لپاره مرسته کولی شي. نوموړي زیاته کړه چې چین به په دې برخه کې خپلې ټولې هڅې و نه سپموي.

چین هغه هېواد دی چې په لومړي ځل د کورونا ویروس ویروس په کې را پیدا شو او له هغه ځای د نړۍ تر سلو زیاتو هېوادونو ته ولېږدول شو.

هخوا په هرات کې د ۳۸ کسانو له تېښتې د یوه ناروغ پېښه مثبت بلل شوې ده او پاتې ۳۷ مشکوکې پېښې وې چې له آزمایښت وروسته مالومېدی شوی. هرات ته د کورونا ویروس د لومړنیو معاینو په موخه روغتیا پال ټیم استولی څو له ایران نه را اوښتونکی کسان معاینه کړي.

د عامې روغتیا د ولایتونو مسؤل ډاکتر محمد ناصر فوشنجي رسنیو ته هغه اندېښنه رد کړې ده چې ګواکې په قرنطین خونو کې له مشکوکو ناروغانو سره سم چلند نه کېږي. نوموړي زیاته کړه یوازینۍ ستونزه چې ولایتي طبي کار کوونکي ورسره لاس او ګرېوان دي، هغه د کورونا یوازې مرکز چې په کابل کې قرار لري، دی چې له همدې امله د ناروغانو د معاینې پایلې وخت نیسي. ده همداراز وویل چې د عامې روغتیا په دې هڅه کې ده چې په هرات کې هم د کابل په څېر روغتیایي آسانتیاوې برابرې کړي چې کابل ته د معایناتو لېږدولو ته اړتیا پېښه نه شي.

په ورته وخت کې د پکتیا یو شمېر مدني او روغتیا پال بنسټونه پر حکومت غږ کوي چې د پکتیا حوزوي روغتون ته دې د COVID_19 ناروغۍ د مخنیوي تجهزات او امکانات ورکړي څو د لویې پکتیا مشکوک ناروغان هملته معاینه شي.

ارګ پرون د دشنبې په ورځ د ولسمشر له قوله وویل چې د کورونا ویروس د مخنیوي په پار له ملي بودیجې څخه د طبي تجهیزاتو لپاره لېست چمتو شوی دی چې ډېر ژر به امکانات پرې وپیرل شي او د ناروغانو خدمت ته وسپارل شي.

چین چې د همدې ویروس سرچینه بلل کېږي او تر ټولو زیاته قرباني یې هم ورکړې ده، په دې وروستیو کې یې د کورونا پر وړاندې هلو ځلو رنګ راوړی او په نسبي توګه یې مهار کړی دی. ولسمشر غني د چین سفیر ته په خپلو خبرو کې ویلي چې افغان متخصصین به د چین په ووهان ښار کې د ویډیویي کانفرانسونو له لارې سره وصل شي څو په هېواد کې د روانې بدمرغۍ په را کابو کولو کې خپلې تجربې له افغانانو سره شریکې کړي.

ولسمشر غني همداراز ټینګار کړی دی چې اوس مهال موږ ته تر بل هر څه په هرات باندې تمرکز اړین دی ځکه په خبره یې دلته هره ورځ له ایران نه زرګونه افغانان هېواد ته را ستنېږي چې ډېری یې له ځان سره دغه وژونکی ویروس هم راوړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.