The news is by your side.

ولسمشر: بیې کنټرولوو، په شایعاتو باور مه کوئ

خبریال ډاټ کام/ولسمشر په خپل تازه بیان کې وویل چې له نېکه مرغه افغانستان د هېڅ ډول لومړنیو خوراکي او ارتزاقي توکو له کمبود سره مخ نه دی او د بازار کنټرول ته مو وار له مخې بشپړ چمتوالی درلود.

ښاغلي محمد اشرف غني چې نن سه شنبه یې د هېواد د بازارونو د لوړو بیو په پار وینا کوله، وویل چې افغانستان د هېڅ ډول لومړنیو خوراکي موادو له کمښت سره مخ نه دي او دا یې د یو شمېر مافیایي کړیو بې ځایه شایعات وبلل. نوموړي همداراز وویل چې د حکومت اړوندو ادارو ته مې امر کړی چې د دولت له ستراتیژیکې خزانې څخه ۲۴ ټنه غنم اړمنو کسانو ته ورکړي.

ښاغلي غني زیاته کړه چې د هېواد ټول وارداتي بندرنه د افغان تاجرانو پر مخ شپه او ورځ خلاص دي. ده وویل چې په شمالي بندرونو کې زر واګونه غوړي چې د ځینو قانوني ستونزو له امله بند پاتې وو، پرته له کومې تعرفې اجازه ورکړل شوې ده چې د هېواد بازارونو ته را ورسول شي.

دا په داسې حال کې ده چې په یو شمېر لویو ښارونو کې په تېرو دریو ورځو کې د کورونا ویروس د خپرېدو په لړ کې د لومړنیو توکو بیې په کم سارې توګه ډېرې لوړې شوې.

ولسمشر غني په خپله وینا کې دا هم وویل چې د بهرنیو چارو او مالیې وزارتونو ته مې امر کړی چې ټولو اقتصادي او د هېواد سوداګریزو چارو ته لاسرسی وکړي او د اړتیا پر مهال له ټولو تاجرانو سره په اضطراري حالاتو کې په کور د ننه او بهر کمک وکړي تر څو افغانان د لومړنیو توکو له کمې سره مخ نه شي.

ښاغلي غني وویل چې موږ د کورونا ویروس پر وړاندې مبارزې ته بشپړ چمتووالی لرو او په دې برخه کې مو د افغانستان ستراتیژیکو دوستو هېوادونو چین او هند څخه چې په دا ډول بېړنیو حالاتو کې د مدیریت ښه تجربه لري، د مرستې غوښتنه کړې ده چې په سمه بڼه به ورته لاسرسی وشي.

د کورونا ویریوس د وېرې له امله تېرو څو ورځو کې ډېری هېوادوالو له بازارونو څخه لومړني توګي ذخیره کول تر څو وکولی شي په بېړنیو حالاتو کې له کورونو څخه د باندې و نه وځي خو ناخبر له دې چې د بازار بیې په بې سارې توګه لوړې شوې او د یوه بوجۍ اوړو بیه له ۱۴۰۰ څخه ۲۶۰۰ ته ورسېده او نورو خوراکي توکو نرخونه هم لوړ شول.

ښاغلي غني وویل چې په راتلونکو ۱۵ ورځو کې به له هند څخه د ۷۵ ټنه غنمو جوپه راشي او په همدې موده کې به ۵۰ واټنه غنم افغان تاجران هم راوړي. افغان حکومت همداراز په مارکېټ کې د ثبات ساتلو لپاره ټولو عمده ګمرکونو ته اجازه ورکړل شوې چې شپه او ورځ د تاجرانو پر مخ پرانیستي وي.

ولسمشر په ټولو هېوادوالو غږ وکړ چې د شایعاتو ښکار نه شي او جلابانو او منفي تبلیغ کوونکو په خبرو و نه غولېږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.