The news is by your side.

اشرار ولي د شهيد نجيب الله د تلين مخالفت کوي؟

خبريال ويبپاڼه / تيره شپه د ګلبدين حکمتيار په ګډون ځينو پخواني مجاهدينو د افغانستان د پخواني ولسمشر ډاکټر نجيب الله د تلين د لمانځلو سره مخالفت وکړ.
تيره شپه د يوه ويډيي کانفرانس له لاري د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار خپلو پلويانو ته امر وکړ چې د ډاکټر نجيب الله د تلين لمانځ غونډي دي کډه وډه کړي. او بايد د لويې جرګي خيمه او ارګ محاصره کړي او هغه چاته اجازه ور نه کړي چې دې غونډي ده روان دي.

بايد وويل چې تيره ورځ هم يو ليک په ټولنيزو رسنيو کې لاس په لاس کيدو چې پکې ليکل شوي وو چې د افغانستان جهادي تنظمونو او مشران نه غواړي چې دا ډاکټر نجيب الله د شهادت ۲۴ تلين دي ولمانځل شي.
بلکي دوی په ارګ سختي نيوکې کړي وي او ويلي دي چې ارګ غواړي تير جهاد توهين وکړي.

خو بايد وويل شي چې د شهيد نجيب الله په زرکونو پلويانو د لويې خيمې مخته لاريون کړی او له حکومت څخه غواړي چې د شهيد نجيب الله د ۲۴ تلين د لمانځ غونډي اجازه ورکړي.

هيره دي نه وي چې ګڼو افعانانو پر دې سخت خفګان ښکاره کړی چې حکومت د جهاديانو په غوښتنه د ډاکټر نجيب الله د۲۴ تلين د لمانځ غونډي مخنوي کړی دی.

کله چې د غونډي د لغوه کيدو خبرونو خپاره شول ګڼو افغانانو په ټولنيزو رسنيو په پخواني مجادينو او افعان حکومت سختي نيوکې وکړي.

فعالانو مجاهدين او مشران يې د پاکستان لاسپوځي وبلل او ويل چې د پاکستان په امر دوی نه غواړي چې عام ولس د خپل د خپل رښتونی شهيد ورځ ولمانځي.

ځوانان باید د جاسوسانو او پنجابي تاسیساتو د ښکاره ملاتړ کونکو په ضد او د شهید ډاکټر نجیب الله په ملاتړ یو له بل سره پوسټ وکړي.
اوس نه د کمونیسټانو ، نه د مجاهدین او نه د سازمانونو لخوا د افغانستان د ورانولو لپاره تنظیم شوي جکړه شتون.

نن د فسبوک ټول د پخواني ولسمشر ډاکټر نحيب الله انځورو نيولی هر چا پر خپل وال له تبصرو سره د هغه انځورنونه خپاره کړي دي.
عام خلک ډيری په دې بارو دي چې اروښاد نجيب الله يو رښتونی اتل او سروښيدونکی افغان وو.

د شهيد نجيب الله پلويانو ګواښ کړی چې که يې غوښتنه ونه منل شي دوی به په پراخو. لاريونونه لاس پوري کړي.
د لوي جرګي مخي ته به پرلت ووهي او د کابل ځيني لويې لاري به د اعتراص په ډول وتړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.