The news is by your side.

چارواکي: زابل کې ۱۵۳ نوي ښوونځي جوړيږي

خبريال ويبپاڼه / د زابل د ښوونې او روزنې ریاست چارواکي وايي چې په تیرو یو نیم کال کې یې په زابل کې ۱۰۰ ښوونځي پرانیستي او دا مهال د زابل په بیلابیلو ولسوالیو کې د ۱۵۳ ښوونځیو لپاره ودانۍ جوړوي ترڅو په دې ولایت کې ښوونې او روزنې ته وده ورکړلرشي. چې دا تر ټولو اساسی کار دی.
خو عام اوسیدونکي وايي مسلکي ښوونکي باید په ولسوالیو کې وګمارل شي چې د خلکو د زده کړې کچه لوړه کړي.

زابل د هیواد په لودیځ کې پروت ولایت دی.
مګر د پرمختیایی پروژو وروستي پیل سره سره ، د ښوونې او روزنې پروسې په اړه مثبت خبرونه ترلاسه شوي ، او ډیری خلک له کلونو راهیسې له زده کړو بې برخې وو خو اوس مهال په تعلیم او ښوونه ډيری زابليان بوخت دي.

د زابل د پوهنې ریاست چارواکي وايي چې د روان لمریز کال له پیل راهیسې د قومي مشرانو او دیني عالمانو په مرسته اته نوي ښوونځي د زابل ولایت مرکز کلات په ګډون په لسو ولسوالیو کې پرانستل شوي ، چې اوسمهال ۷۰ زره زده کونکي لري.
که څه هم د زابل د ښوونې او روزنې ریاست ځینې ښوونکي د زده کړې له روان بهیر څخه خوښ دي ، خو دوی له دولت څخه غوښتنه کوي چې د دوی معاشونه دې لوړ کړي.

د ښوونځي ځینې زده کونکي د زده کړې روانې پروسې له کیفیت خوښ دي خو په لیرې پرتو ولسوالیو کې د کتابونو او مسلکي ښوونکو نشتون ستونزه جدي نیسي او د پوهنې وزارت غږ کوي چې دې ته جدي پاملرنه وکړي.
د طالبانو د رژیم له رانسکورېدو سره به د افغانستان ښوونې او روزنې سیستم پراخ شي. نجونې اوس کولی شي د هلکانو تر څنګ خپلې زده کړې ته دوام ورکړي ، خو ډیری لرې پرتې سیمې لاهم د امنیت او کلتوري محدودیتونو له امله خپل ماشومان له زده کړې بې برخې کوي. ضایع کیږي.

بايد وويل شي چې زابل له هغو پښتنون ميشتو ولايتونو څخه دی چې سخت جکړه پکي روانه ده ډيری مکتبونه پکي بند د پوځيانو او طالبانو مرچې پکي جوړي شوي دي.

که څه هم زابل ميشتي د مکتبونو په جوړيدو خوشاله دي خو دوی له افغان حکومت څخه دا هم غواړي چې د ښووني په کيفيت دې هم کار وکړي. سم او ملکسي ښوونکي دي په دنده وګماري.

د يادولو وړ ده چې د نورو ولايتو په څير د زابل ولايت د ښووني ډيری چاري د وسلوالو طالبانو په لاس کې دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.