The news is by your side.

تادين خان: طالبان يې له سختي ماتي سره مخ کړي

خبريال ويبپاڼه /د کندهار امنیه قوماندان مل پاسوال تادین خان ، چې د عملیاتو مشري لپاره میوند ولسوالۍ ته تللي ، وویل چې طالبان يې له سختي ماتي سره مخ کړي دي.
د تادين خان په خبره طالبان سولي ته اراده نه لري بايد د دوی په وړاندي له جکړي څخه واخيستل شي ځکه هغه وايې چې طالبان په ټولو ولايتونو کې بريدونه کوي چې دا ډول بریدونه په سولې باندې د باور د نشتوالي له امله کيدای شي.

هيرع دي نه وي چې په سلګونو طالبانو د حکومت د پنجاويې ولسوالي د سقوط لپاره د کندهار په میوند ولسوالۍ کې یو لړ بریدونه پیل کړل ، خو امنیتي چارواکي وايي چې په دې بریدونو کې ۲۸ اورپکي وژلي دي.

د کندهار امنیتي چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو په هلمند کې د میوند ، پنجوايي ، ژیړۍ او شاوليکوټ ولسوالۍ د نیولو پلان درلود ، خو دواړه بریدونه یې شنډ کړي دي.

د کندهار امنیه قوماندان مل پاسوال تادین خان ، چې د عملیاتو مشري لپاره د میوند ولسوالۍ لومړۍ کرښې ته تللي ، وویل چې په سلګونو بلواګر د هلمند څخه میوند ولسوالۍ د نیولو لپاره راغلي وو ، خو دوی بریدونه شنډ کړل او څلور وسله وال وژل شوي دي.

هغه وايي چې د ځمکنیو عملیاتو سربیره ، دوی پر وسله والو هم هوايي بریدونه کړي دي.
د هغه په ​​وینا ، وسله والو د میوند ولسوالۍ له لسو کلیو څخه ملکي وګړي ایستلي ، بنکر یې نیولي او هڅه یې کړې چې پنجوايي ، ژیړې او بیا کندهار ښار ته ننوځي.

د کندهار امنیه قومندان وویل چې طالبان د سولې هیڅ اراده نه لري او پر دې ډلې باور کول د وخت ضایع کول دي.
هغه وویل چې طالبان بهرني اجنډا تعقیبوي او افغانستان د دوی لپاره د جګړې ډګر ګرځیدلی دی.
د کندهار په میوند ولسوالۍ کې د پیل شوي عملیاتو قومندانانو وویل چې یاغیانو ته سخته ماتې ورکړل شوې.

بايد وويل شي چې ددسولي د خبرو له پيل راهسي جګړي زور نيولی هره ورځ د افغانستان په ډيريو ولايتونو کې طالبان پر حکومتي ځايونو بريدونه کوي.

تر ټولو زړه بګنوونکي پيښه د تيري ورځ پيشه وه چې په اروزګان کې طالبان په يو ځل ۲۸ پوليس قتل عام کړل.

چې له دې پيښي وروسته د نړيوالي ټولني او ګڼو افغانانو تند غبرګونونه يېـرا وپارول

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.