The news is by your side.

که د سولي خبري ناکامې شوې مسوليت به يې د چا پر غاړه وي

خبريال ويبپاڼه /داسي اوازي دي چې د سولي خبري له خنډ سره مخ شوي هيڅ پر مختګ يې نه دی. تازه د طالبانو يوه چارواکي رسنيو ته ويلي چې حکومتي پلاوی په دې برخه کې پړ او ناغيړي کوي.
ملاخير الله خير خوا ويلي چې حکومتي پلاوی د مجلس خبري د باندي رسنيو ته باسي په لوی لاس د سولي خبري له خنډ سره مخ کوي.

خو بل خوا بيا شنونکي او افغان حکومتي پلاوی په طالبانو نيوکي او وايې چې طالبان په خپلو ژمنو نه دي ولاړ ځکه دوی وايې چې طالبانو د بنديانو له خوشظی کيدا وروسته ورسره منلي وه چې که افغان حکومت د دوی بنديان خوشي کړي دوی اوربند او د جکړي په کمښت غور کوي چې تر دريږ ورځو به په ټول افغانستان کې تاوتريخوالی را کم شي.

خو ددې پر ځای چې طالبان تاوتريخوالی را کم کړي د خبرو د پيل له نيټي راهیسي يې خپل بريدونه څو چنده زيات کړي دي.

بايد وويل شي که د طالبانو شاليد او تاريخ ته په کتو ويلای شو چې دا ډله په بشپړ ډول د پاکستان د پوځ تر لاس لاندي ده چې دـپاګستان پوځ هر څه غواړي ددې ډلي غړي ناچاره دي همغه به کوي.
ځکه اوس ددې ډلي مشر او قطر ته تللي د ټولو طالب مشرانو کورنو په پاکستان کې دي . د طالبانو اوسنی جکړيز ماموريت له د پاکستان له کوټي او کچلاغ څخه مودريت او رهبري کيږي. ټول اکمالات او پلانونه په همدې ځايونو کې جوړيږي.
نو دې ټولو مواريدو ته په کتو ويلای شو چې اوسني لوبي اصلي لوبغاړی پاکستان دی طالبان يوازي يږ سمبول او د هغوی نانځکي دي.

د يادولو ده چې تر څو چې پاکستان غوښتني نه وي پوره شوي تر هغو د سولي د خبرو د پيل امکان ډير کم طالبان به تر هغو تر هغو اوربند ته حاضر نشي چې تر څو ړ پاکستان د پوځ له خوا امر نه وي ورته شوی.
که څه هم طالبان وايې چې د دوی د اختلاف اصلي ټکی په افعانستان کې د يوه اسلامي حکومت راتګ يادوي.
خو دا په ياد ساتئ چې که همد اوس د پاکستان پوځ امر ورته وکړي نه به اسلامي نظام وي ، نه حکومت ، نه بله نه بله.

که طالبان خپلواک وای د افغان ولس چيغو ، غم درد او اوښکو ته به يې کتلای چې هره ورځ په سل ګونه افغانا شهيدان ، ژوبل او زخمي کيږي.
ته او خدای دا به د افغان طالب کاروي چې په يږه ورځ يو ځای کې ۳۰ افغان قتل عام وکړي جسدونه يې وسوځي او بې احترامي ورته وکړي.

حالاتو ته په کتو ويلای شو چې افغان حکومت په بار، بار د اوربند او ډزبندي غوښتنه کړي ان مخکي يې لا خپلو ځواکونو ته امر کړی وو چې په دفاعي حالت کې اووسي.

خو طالبان دي د اروبند خبره نه مني بلکي دوی هم جکړه کوي او هم داسي خبري کوي چې هر څه د دوی په خوښه تمام شي.

 

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.