The news is by your side.

سټيفانو :موږ له افغانستان سره همکارۍ ته ژمن يو

خبريال ويبپاڼه / په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي سټیفانو پونټیکورو پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي ، چې “ناټو او اروپايي ټولنه له افغانستان سره هري همکارۍ ته ژمنه ده.
سټيفانو زياته کړه چې موږ د افغانستان تر شا ولاړ يو هيڅ کله به دا هيواد يوازي پرينږدو چې د تيرو ۱۹ کلنو لاسته راوړني په اوبو لاهو شي.

دسټيفانو پونټيکورو په خبره موږ ټول په ګډه د دوامدار باثباته افغانستان ملاتړ کوو.

په کابل کې د اروپايي اتحادیې سفیر په یو جلا ټویټونو کې وویل چې دوی له ناټو سره يو ځای په افغانستان کې د یو پیاوړي ملکي حکومت جوړولو لپاره کار کوي.

بايد وويل شي چې د اورپايې ټولني استازي سټيفانو پوتيکورو دغه په داسي کې کوي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولي خبري رواني دي.
که څه هم سټيفانو افغان حکومت ته د ژمني ډاډ ورکړی خو بل پلو بيا شنونکي د ناټو او ارړپايې ټولني په مرستو شک کوي او د ناڼو هغه داپور ته اشاره کوي چې ويلي يې وو طالبان په مالي برخه کې د ځان بسيايني کچې ته رسيدلي ديدي.

په دغه راپور کې راغلي وو چې طالبانو د مالي سرچينو په موندلو اوس توانيدلي چې په مالئ برخه کې په خپله په ځان بسيا شي.

څه موده مخکي په رسنيو کې داسي خبرونو خپراه شول چې امريکا طالبان ته د سولي د هوکړي پر سره ملينونونه ډالر ورکړي دي. چې طالب چارواکو په خپلو منځو کې سره ويشلي وو چې دې مسلي د طالبانو په ليکو هم سخت اخطلافات راپورته کړل.

خو بل پلو د امريکا ځانکړي استازي زلمي خليلزاد بيا په خپله ټويټر پاڼه ليکلي چې تر څو په افغان حکومت کې سياسي اختلافات حل نشي اروبند ناشنونی دی.
د خليلزاد په خبره هغه وخت طالب او د افغان حکومت پلاوی يوې هوکړي ته سره رسيدای شي چې دوی په خپلو منځو باصلاحيته او د پريکړو کولو توان ولري.

هیره دې نه وي چې له څو اونيو راهسي د افغان حکومت د مرکچې پلاوي د تماس ډله او د طالبانو د تماس ډله له څو ورځو راهسي يوازي په دې نه دي سره جوړ شوي چې يوازي دواړه ډله د خبرو منځ ته کيني چې څنکه په کوم مينوال به د خبرو بهير بيليږي.

که څه هم د سولي د خپل منځي خبرو نن لومړی ورځ په ډير دوستانه ماحول کې د ګڼو هيوادنو د بهرنيو چارو وزيرانو او سياسي استازو په شتون پيل او پای ته ورسيده.

 

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.