د ګلیدين نوم ولي په شمشتو بدل شو؟

خبريال ويبپاڼه /له هغه وروسته چې ګلبدين حکتيار د شهيد ډاکټر نجيب الله د تلين د لمانځلو مخالفت وکړ او ويې ويلي چې خپلو پلويانو ته امر کړی چې د لوي جرګي تالار، ارګ او پارلمان محاصره کړي تر څو د ډاکټر نجيب تلين ونه لمانځل شي.

خو د ګلبدين له دي څرګندونو وروستو افغانانو سخت غبرګون ښکاره کړل پر ګلبدين او پخواني مجاهدين يې تندي نيوکي وکړي او هغه يې د پاکستان غلامان او لاسپوځي وبلل.

د ټولنيزو رسنيو کارکونکو د ګلبدين حکمتيار نوم په شمشتو بدل کړی دی او ګڼو افغانانو هغه ته د شمشتو لقب ورکړی دی او ويلي دی چې ګلبدين دلته هم غواړي چې د مهاجرت د وختونو د سمشتو کيمپ قوانين عملي کړي.

له تيري ورځي راهسي بې شميره وډيوګاني په ټولنيزو رسنيو خپرې شوي چې عام افغانان پکي ګلبدين ته سپکي سپوري وايې او هغه د پاکستان جاسوس او يو پردي پال شخص بولي.

بايد وويل شي نه يوازي دا چې عامو افغانانو ګلبدين ته د شمشتو لقب ورکړل شوی بلکي ځيني سياستوالو او د ولسي جرګي وکيلانو هم ګلبدين ته د شمشتو نوم کارولی دی.

د ولسي جرګي پخواني غړي حميد زی لالی وايې چې اوس هغه وخت تير دی چې د کرنا امام او حميد ګل په غوښتنه به په افغانستان کې هر څه تر سره کيدل اوس افغان ځوانان په خپله خوښه د خپلو وياړونو او ارزښتونو لمانځي کوي او د وطن غدارنو او جاسوسانو ته په مخ څپړي ورکوي.

بايد وويل شي چې شمشتو کيمپ د کرښي عغې غاړي ته د افغان مهاجرينو لپاره جوړ شوی وو چې ګلبدين حکتيار پرې واکمن او له ځان څخه جوړ کړي قوانين به يې په خپله خوښه پر بيوزله افغانانو عملي کول.

که څه هم افغانان له يوې خوا له جګړي تښتيدلي وو خو له بلي خوا يې په شمشتو کيمپ کې د ګلبدين او زامنو تر سختو ظلمونو لاندي ژوند کاوو.
که به چا ږيره خريلي يا به يې پتلون اچولی وو داسي سزا به ورکو کيده چې د ټولو به ياد وو.

هيره دي نه وي چې ګلبدين حکمتيار څه موده مخکي شمشتو کيمپ د افغان جهاد مدينه منوره بللي وه.

ګلبدين دغه خبره د شمشتو کيمپ د نصرت مينې په جامع جومات کې د جمعي د لمانځه پر محال کړي وو. هغه ويلي وو چې لکه څنګه مدينه منوره د اسلام په پيل کې د جهاد مرکز وو همداسي شمشتو کيمپ هم د افغان جهاد مرکز وو.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More