The news is by your side.

د هېواد کرنیز سکټور کې نوی اقتصادي بوټی ور پېژندل کیږي

خبریال وېب پاڼه/ د افغانستان د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت غواړي کرنیز سکټور کې نوی اقتصادي بوټی ور وپېژني.

دا نوی اقتصادي بوټی د بېری بوټی دی چې د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت غواړي د کښت ساحه یې پراخه کړي.

یاد وزارت د چاپېریال ساتنې، د هوا له ککړتیا د مخنیوي او اقلیمي بدلون لپاره د بېرې بوټي د هېواد په بېلاب لو ولایتونو کې نالوي.

د بېرې بوټی به نه یوازې د هوا له ککړتیا مخنیوی کوي او چاپېریال به ساتي، بلکې د دې تر څنګ به د شاتو مچیو د روزنې لپاره، د وړو څارویو پسو او وزو د روزنې لپاره او د بیېرې شاتو د تولید لپاره ترې ګټه واخیستل شي.

په همدې موخه د هېواد په ختیځه حوزه کې په لغمان ولایت کې د بېرې سلګونه زره هکټاره ځنګلونه جوړ شوي، چې اوس ښه وده کړې او ځنګلونو یې ګلونه سپړلي دي.

کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت یې په ویاړ هم په نږدې راتلونکې کې د بېرې ګل مېله او نندارتون په لاره اچوي چې د شاتو مچیو د بېرې شات او نورو کرنیزو توکو لپاره په کې بازار موندنه وشي.

د بېرې ځنګلونه به نه یوازې د بېرو شاتو او د شاتو مچیو لپاره ګټور وي، بلکې د دې تر څنګ به د مالدارۍ د ودې، د سېلابونو په وسیله د کرنیزو ځمکو له تخریب مخنیوی، چاپېریال کې د مضره غازاتو د جذب او د ځنګلونو پرېکولو مخنیوي کې به رغنده رول ولري.

افغانستان د اقلیم، هوا، اوبو او خاورې له مخې د بېلا بېلو کرنیزو توکو د کښت او تولید لپاره مناسب هېواد دی، چې زیات شمېر طبیعي او روغتیایي بوټي په کې ښه وده او حاصلات ورکوي او همدا رانګه د وګړو زیاته سلنه یې په کرنه او مالدارۍ بوخته ده.

سږ کال د هېواد بېلا بېلو کرنیزو توکو تولید او حاصل زیات شوی او څه نا څه افغانستان په دې برخو کې د ګاونډیو او سیمې هېوادونو له احتیاجه خلاص وي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.