The news is by your side.

طالب مرکچي پلاوی: افغان ښځې دې خپل راتلونکي ته هېڅ اندېښنه نه کوي

خبریال وېب پاڼه/د قطر پلازمېنه دوحه کې د طالبانو مرکچي پلاوی وایي، افغان ښځې دې د خپل راتلونکي په تړاو هېڅ اندېښنه نه کوي.

د طالبانو مرکچي پلاوي غړي عبدالسلام حنفي الامارة وېب پاڼې سره په تازه مرکه کې ویلي، چې موږ خو د خپلې واکمنۍ پر مهال ښځو ته حقوق ورکړي وو، ښځو په روغتیایي او پوځي برخه کې کار کاوه، افغان ښځو په روغتونونو کې دندې ترسره کولې او د پولیسو لیکو کې یې تالاشي کوله، خو دا چې جګړې وي په نورو برخو کې یې حقونه تلف شول.

حنفي ډاډ ورکوي، په اسلامي نظام کې به د ټولو قشرونو حقونه خوندې وي او پر افغان ښځو غږ کوو چې د دوی ټول حقونه به اسلامي نظام کې خوندي وي او د خپلو حقونو په تړاو دې هېڅ اندېښنه نه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د اسلامي امارت حکومت په موده کې د افغان ښځو پر وړاندې د زده کړو او کار دروازې تړل شوې وې.

طالبانو افغان ښځو له کور نه په یوازې ځان د وتلو اجازه نه ورکوله او کومې ښځې به چې بهر وتلې وې په عام محضر کې به یې وهلې.

په ورته مهال د بشر حقونو کمېسیون هم د طالبانو له راتګ وروسته د افغان ښځو د حقونو خوندیتوب په اړه اندېښنه ښودلې.

افغان ښځو په تېرو څه باندې ١٩ کلونو کې په زده کړه اییزه او کارونو برخو کې د پام وړ پرمختګ او لاسته راوړنې لرلي دي او دوی ټینګار کوي چې د طالبانو په راتګ نه باید د افغان ښځو لاسته راوړنې او پرمختګونه له منځه ولاړ شي او نه باید د دوی حقونه د سیاسي موخو او پرېکړو قرباني شي.

د یادونې وړ ده چې افغان ښځو د سولې خبرو کې د ښځو د حقونو خوندیتوب لپاره په دې وروستیو کې نه ستړې کېدونکي هڅې کړي څو طالبانو سره په خبرو کې د ښځو له حقونو دفاع وشي.

د سولې په خبرو کې همدا راز یو شمېر نړیوالو ښځینه څېرو د افغان ښځو د حقونو پر خوندیتوب ټینګار کړی دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.