هیله نجیب: ابا مې تر اخري حده د سولې د ټینګښت لپاره هڅې وکړې
خبریال وېب پاڼه/ د افغانستان د پخواني ولسمشر شهید ډاکټر نجیب الله لور هیله نجیب الله د خپل پلار د شهادت د ٢٤م تلین په تړاو او په کابل کې د نوموړې د پلارې د شهادت د تلین لمانځل کېدو پر مهال مخالفتونه او لمانځلو په تړاو په تازه مرکه کې وویل، چې ابا مې داسې یو څوک وو چې پر تاوتریخوالي یې باور نه درلوده او یوه سوله اییز لار یې درلوده.
هیله وایي، د پلار له پلویانو مې غواړم چې له تاوتریخوالي کار وانه خلي او که په رښتیني توګه زما د پلار او د پخواني ولسمشر شهید نجیب الله پلویان وي نو د هغه لاره دې تعقیب کړي.
هیلې د افغان حکومت له لوري د شهید نجیب الله د ٢٤م تلین د لمانځنې مراسمو لغوه کېدلو په اړه هم وویل، چې هېڅ توپیر نه لري، چې ولسمشرۍ ماڼۍ د تلین لمانځلو فرمان صادروي او مراسمو ته د یوې ورځې په پاتې کېدو یې بېرته لغوه کوي، ځکه پلار مې د ډېرو په زړونو کې ځای لري.
هیله وایي، پرون ورځ په مراسمو کې د ګډوډیو او بې نظمیو لامل او مسؤول حکومت دی، ځکه لومړی دتلیت د لمانځلو فرمان صادروي د خلکو او نویو ځوانانو توقعات لوړوي او بېرته یې لغوه کوي او دخلکو توقع او هیله پر ځمکه وهي.
د ډاکټر نجیب الله لور هیله نجیب الله زیاتوي، چې دا وخت د جمهوریت باید هغو ځوانانو ته چې پر دې خاوره پیدا شوي، لوی شوي او زده کړې کوي وخت ورکړل شي او اجازه ورکړل شي چې خپل غږ اوچت کړي، کله چې خلک وغواړي د خپل رهبر د شهادت تلین ولمانځي ولې اجازه نه ورکول کیږي.
نوموړې په مرکه کې وړاندې د افغان سولې په تړاو هم خبرې وکړې او ویې ویل چې د جګړې ښکېلې غاړې دې دا مسؤولیت په غاړه واخلي چې نور یې خلک ونه وژل شي، ابا مې د خپلې واکمنۍ پر مهال تر اخري حده کوښښ وکړ چې په هېواد کې سوله راشي، خو یو لامل دا وو چې د هغه وخت هېوادونو نه غوښتل افغانستان کې سوله راشي، که د جګړې ښکېلې غاړې واقعاً ولس ته د سولې د راتګ هیله ورکوي، نو لومړی حق یې اوربند دی، اوس مهال حکومت هم غواړي اوربند وکړي خو ولې طالب نه دی اماده؟
هیله وایي، طالب او حکومت مرکچي پلاوی دې د نظام او نظام بازۍ پر سر بحث نه کوي، د نجیب الله په وخت کې هم د نظام پر سر بحث وو چې بیا یوه حکومتي خلا رامنځته شوه او اوس به هم د نظام د بدلون پر سر بحث یو ځل بیاېهماغه خلا رامنځته کړي، دوی دې ته فکر وکړي چې څنګه سولې ته رسېدی شي او څنګه روان جنګ ختمولی شي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.