The news is by your side.

روغتیا وزارت: په کور دننه د تولیدي دوا کیفیت لوړ دی

خبریال وېب پاڼه/ د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، په کور دننه د دوا د تولید کیفیت د بهرنۍ دوا نه څو برابره ښه دی.

د روغتیا وزارت سلاکار او ویاند اکمل سمسور وایي، افغانستان ته ٦٠ سلنه دوا له بهرنیو هېوادونو را واردیږي او ٤٠ سلنه په هېواد دننه تولیدیږي.

ښاغلی سمسور وایي، په هېواد دننه د تولیدي درملو کیفیت د بهرنیو درملو په پرتله ښه دی، خو دا چې هغه له بهر را واردیږي، اکثره روغتونونه او ډاکټران ناروغانو ته په نسخه بهرنۍ دوا لیکي څو هغه را وارده شوې دوا وپلورل شي او له دې کبله چې له بهر راځي په لوړه بیه هم پلورل کیږي.

روغتیا وزارت هر کال د ٥٠٠ میلیونه ډالرو په ارزښت له بهرنیو هېوادونو نه افغانستان ته دوا را واردوي او افغانان هر کال ٢ نیم میلیون ډالر پر خپلې روغتیا لګوي.

د روغتیا وزارت ویاند اکمل سمسور وایي، د شلو کلونو په موده کې روغتیا وزارت او د وزارت د دوا سکټور نه دی توانېدلی چې سودګرانو او پانګ الو ته پروسې ساده کړي څو افغانستان کې د دوا د تولید لپاره پانګونه وکړي.

سمسور زیاتوي، چې اوس مهال د روغتیا وزارت په هېواد دننه د دوا د تولید لپاره هڅې پیل کړي او د څلورو کلونو په موده کې به ښه دوا ورسولی شي.

نوموړی وایي، کندهار کې د دوا د تولید لویه فابریکه جوړیږي او دا فابریکه د ٧٠ پانګوالو له لوري د ګډې پانګې اچونې په پایله کې جوړیږي چې وبه کولی شي په کور دننه د لوړ کیفیت ډېره دوا تولید کړي چې نه یوازې افغانستان بلکې نورو هېوادونو کې به هم ترې ګټه واخیستل شي.

هېواد ته د قاچاقي درملو په تړاو د روغتیا وزارت ویاند اکمل سمسور وایي، چې د افغانستان سرحدات تړلې نه دي او له ایران او پاکستان افغانستان ته درمل په قاچاقي ډول هم راځي چې دوی نه شي کولی سکن یې کړي، له دې کبله په بازار کې په پټه پلورل کیږي او کیفیت یې هم خراب وي، خو په وروستیو کې وزارت هڅه کوي د قاچاقي درملو د واردېدلو مخه ونیسي او یا یې په ښه ډول سکن کړي.

سمسور وایي، یو شمېر روغتونونه په ښه کیفیت کې خدمات لري چې دا به د نورو روغتونونو لپاره د نمونې په توګه وټاکل شي څو ټول روغتونونه د خدماتو کیفیت ښه کړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.