The news is by your side.

د څرخي پله زندانيانو له شلو ورځو راهسي خولي تړلي

خبريال ويبپاڼه/ د څرخي پله زندانيانو له تيرو شلو ورځو راهسي د اعتراض په ډول خپلې خولي ګنډلي او د نه خوړو اعتصاب يې کړی دی.
له څرخي پله خڅه يو شمير زندانيانو په راليږلو خبرو کې خبريال ويبپاڼې ته ويلي چې د قيد موده يې پوره شوي خو بيا يې هم څوک غم نه خوري او له په زندان کې پراته دي.
يو تن زنداني وايې(( چې ما ته محکمې برعت راکړی وو هيڅ ګناه مې نه وه ثابته شوي خو بيا د همدي چارواکو په غوښتنه مې په دې خاطر هغه جرم ومامه چې ولسمشر د اتم د ثور د فرمان له مخي به خوشي شم خو دا دی له هغه فرمان څخه هم شپږ مياشتي تيږيږي خو موږ لا هم په زندان کې بې سرنوشته پراته يو. ))

ياد زندانيان وايې چې له څلور مياشتو راهسي هره ورځ په پرلپسي ډول له افغان حکومت څخه غوښتي چې د دوی قضيو ته رسیده ګي ورکړي خو تر اوس پر دې نه دي توانيدلي چې حق تر لاسه او له زندان څخه خوشي شي.

د څرخي پله زندانيان ګواښ کړی چې تر هغو به خپلي خولي وتړي تر څو چي افغان حکومت غوښتنو تت رسيده ګي نه وي کړي.
زندانيانو په ولسمشر اشرف سختي نيوکي وکړي دوی وايې چې ولسمشر په خپلو سياسي معميلو بوخت دی خو دې ته يې نه دی پام چې افغانستان کې له زندانيانو سره څومره ناوړه چلند کيږي.

په څرخي پله کې دا لومړی ځل نه دی چې زندانيان له ناوړه وصعيت څخه د اعتراض په توګه خپلي خولې ګنډي بلکي څو ځله مخکي هم په دغه زاندان کې زندانيانو د چارواکو له ناوړه وضيعت څخه خپلي خولي ګنډلي وي.
داسي هم ويل کيږي چې په دغه زندان کې داسي زندانيان هم شتون لري چې ۶ يا ۱۰ کاله يې د بند د مودي وځي خو تر اوسه يې لومړۍ او دوهمه محکمه هم لا نه ده شوي جتی جرم يې له هم نه دی معلوم خو زندان کې د نامعلوم وخت پوري پراته دي.

بايد وويل چې په قضايې چارو کې اصل او پرنسيب داسي دی چي مجرم د خپلي ټاکلي جزاي مودي زه پوره کيدو څخه وروسته يو ساعت هم په زندان ، توقيب ، خانه او بند خونو کې نشي تيرولای. ځکه ددې ټاکلي جزايي مودي په تيرولو هغه له ګناه او جرم څخه پاکيږي او خپله جزا ويني.

خو که کوم چارواکی هغه څوک چې د بند موده يې پوره شوي وي په زندان کې وساتي په خپله مجرم دی او يو نوی جرم تر سره کوي. ځکه په ښکاره د جزا له کود او جزايې قوانينو له هغه پزنيسب څخه سرغړونه ده چې هغه چاته سزا نشي ورکول کيدای چې يو جرم يې نه وي تر سره کړی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance